ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوبایډن: ښایي ایران ژر پر اسرائیل برید وکړي

جوبایډن: ښایي ایران ژر پر اسرائیل برید وکړي

author avatar
13 Apr 2024 - 15:22
جوبایډن: ښایي ایران ژر پر اسرائیل برید وکړي
author avatar
13 Apr 2024 - 15:22

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): د امریکا ولسمشر وايي چې کېدای شي د ایران پوځ ډېر ژر پر اسرائیل برید وکړي، خو زیاتوي چې ایران به په دغه برید کې بریالی نه شي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن تېره ورځ په یوې خبرې غونډه کې وویل چې پر اسرائیل باندې د ایران د برید تمه لري، خو ترڅنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې د ایران حکومت به په دغه برید کې بریالی نه شي.

د امریکا ولسشمر دا په ډاګه نه کړه چې ایران به کله پر اسرائیل برید وکړي، خو دومره یې وویل چې د ایران پوځ ښایي دا برید ژر وکړي.

جوبایډن زیاته کړه: «نه غواړم د محرمو معلوماتو خوا ته ولاړ شم، خو زما تمه دا ده چې دا (برید) ښایي د ناوخته کېدو پر ځای ژر وشي.»

هغه ایران ته پیغام هم ورکړ چې پر اسرائیل دا برید ونه کړي او له اسرائیلو سره یې د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.

د یادونې ده چې اسرائیلو د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ایران سپاه پاسدران اووه غړي ووژل شول.

له دغه برید وروسته د ایران، اسرئیل او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.