کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د هرات ولایت مقام وایي، د افغانستان او قزاقستان هېوادونو سوادګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه د دواړو هېوادونو ګډه خونه پرانیستل شوه.
دغه څرګندونې د هرات ولایت د مقام ویاند نثاراحمد الیاس پر خپله اېکسپاڼه کړي دي.
هغه لیکلي چې د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ خونه نن د هرات مرستیال والي حیاتالله مهاجر فراهی او په افغانستان کې د قزاقستان سفیر علیمخان یسین ګیلدییف په شتون کې پرانیستل شوه.
الیاس زیاته کړې، دا خونه د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې او افغان او قزاق سوداګر هڅه کوي چې د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو حجم زیات کړي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن