ژبه

د افغانستان – قزاقستان سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د هرات ولایت مقام وایي، د افغانستان او قزاقستان هېوادونو سوادګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه د دواړو هېوادونو ګډه خونه پرانیستل شوه.</p>

<p style="text-align: justify;">دغه څرګندونې د هرات ولایت د مقام ویاند نثاراحمد الیاس پر خپله اېکس‌پاڼه کړي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه لیکلي چې د افغانستان - قزاقستان د سوداګرۍ خونه نن د هرات مرستیال والي حیات‌الله مهاجر فراهی او په افغانستان کې د قزاقستان سفیر علیم‌خان یسین ګیلدییف په شتون کې پرانیستل شوه.</p>

<p style="text-align: justify;">الیاس زیاته کړې، دا خونه د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې او افغان او قزاق سوداګر هڅه کوي چې د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو حجم زیات کړي.</p>