کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل بادام باغ څېړنیز فارم کې «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، طبي بوټي او نباتات، د اوبو لګولو تجهیزات، مثمر او غیرمثمر نیالګي، د برېښنا لمریزې تولیدوونکې دستګاوې او یو شمېر نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د کرنیزو محصولاتو په دغه نندارتون کې ۲۶۳ غرفې شته چې له دې ډلې ۵۶ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.
د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون سږ کال د هېواد د اقتصادي ودې، د افغانستان د کرنې سکټور پراختیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې د فرهنګ ترویج او د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا، په یادو برخو کې ځان بسیاینې ته د رسېدو او د هېواد د بزګرانو د هڅونې په موخه جوړ شوی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل چې نندارتونونه د محصولاتو د معرفي کېدو ترڅنګ د سوداګرۍ غوړېدو او ودې لپاره تر ټولو غوره لار ده او له دې لارې کولای شو چې محصولات خلکو ته وړاندې او پانګوال وهڅو چې په دې برخې کې پانګونه وکړي.
هغه وايي، د محصولاتو او صنعتي تولیداتو برخه کې پانګونه له شک پرته هېواد ته اقتصادي وده ورکوي او اسلامي امارت هم د افغانستان د صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو د معرفي کېدو لپاره په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
هغه زیاته کړه، د دغو نندارتونونو د جوړولو موخه له بزګرانو ملاتړ او خلکو ته د هېواد د تولیداتو او محصولاتو معرفي او بازار موندنه ده.
دی وایي، کرنیز محصولات د صادراتو مهمه برخه جوړوي، د فقر په کمولو کې مهم رول لوبوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي، د صنعت برخې ته خام مواد برابروي، نو له همدې امله اسلامي امارت غواړي چې په هېواد کې کرنیز سکټور ته وده ورکړي، د کرنیزو او حیواني محصولاتو تولیدات زیات کړي، څو د ملي اقتصاد په وده کې رغنده رول ولوبوي.
د ده په خبره، سره له دې چې افغانستان حاصلخیزه ځمکه او د خړوبولو لپاره یې پرېمانه اوبه لري، خو بیا هم په هېواد کې د کرنیزو توکو د تولید کچه د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په پرتله ټیټه ده.
د ده په وینا، د کرنیزو محصولاتو د تولید کموالي اصلي لامل په عنعنوي ډول کرکېله، د کرنې وړ ځمکې له نیمايي زیاتې بې کښته پاتې کېدل، د معاصرۍ ټکنالوژۍ نه استعمال، له اوبو ناسمه استفاده، د مسلکي کسانو نشتوالی، د اصلاح شوو تخمونو د مرکزونو نشتوالی او د سړو خونو کموالی دی.
ملا برادر څرګنده کړه، دغو نیمګړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له کرنې وزارت سره نږدې کار کړی او دغه وزارت یې هڅولی چې د کرنې د میکانیزه کولو لپاره د کرنې ټکنالوژۍ ته مخه کړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، کرنه د افغانستان په اقتصاد کې د ملا تیر حیثیت لري او د دغسې نندارتونونو جوړول له بزګرانو د اسلامي امارت د ملاتړ ښه نمونه ده.
دی وايي، تېرو څو لسیزو کې د جګړو له امله د افغانستان بنسټونه ویجاړ او زیانمن شوي، د دغو بنسټونو د رغولو لپاره اساسي پاملرنه نه ده شوې او دغه وضعیت د افغانستان کرنیز سکټور هم زیانمن کړی دی.
هغه زیاته کړه، وچکالي او اقلیمي بدلونونو د کرنې پر وضعیت ناوړه اغېز کړی چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان کرنیز سکټور او بزګران ځپل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، اسلامي امارت ژمن دی چې د کرنې میکانیزه کولو ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونو د وېش او بزګرانو د روزنې لپاره اساسي پاملرنه وکړي.
د هغه په خبره، تېرو څو لسیزو کې د کرنې سکټور ته د نه پاملرنې له امله افغانستان کې فقر او بېکاري زیات شوي او افغانستان د اقتصاد له اړخه فرصتونه له لاسه وکړي دي.
د ده په وینا، اسلامي امارت د کرنیز سکټور پياوړتیا لپاره هڅه کوي، څو هېواد کې کانالونه، کاریزونه او سربندونه جوړ کړي او اسلامي امارت د بزګرانو د محصولاتو او تولیداتو پراختیا ته زمینه برابروي.
هغه څرګنده کړه، اسلامي امارت ټولو پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې په کرنیز سکټور کې له ټولو پانګوالو ملاتړ کوي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د خپل ژوند چارې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له لارې پرمخ وړي.
دی وايي، د اسلامي امارت ټول مسوولین د کرنې برخې پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري، څو دغه برخه کې د زیربناوو په جوړولو سره د کرنې برخې ته وده ورکړل شي.
هغه له خصوصي سکټور څخه وغوښتل چې افغانستان کې د سړو خونو پراختیا په موخه پانګونه وکړي.
رییسالوزراء ملا محمدحسن اخوند په یوه پیغام کې ویلي، د کرنې او مالدارۍ برخه په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا یو مهم سکټور ګڼل کېږي او په همدې موخه اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد بزګرانو او مالدارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دی وايي، د هېواد کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه د نندارتونونو جوړول د دغو سکټورونو د ودې لپاره یو اغېزناک اقدام دی چې د کرنې وزارت له خوا په لاره اچول شوی.
هغه زیاته کړه، دغه ډول پروګرامونه دې نور هم ډېر شي څو د هېواد د کرنیزو تولیداتو بازارموندنې او پرمختګ برخه کې مرستندوی شي.
هغه زیاتوي: «اسلامي امارت پانګوالو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، موږ د هېواد له ټولو پانګوالو غواړو چې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او د افغانستان ځان بسیا کېدو برخه کې په یادو سکټورونو کې پانګونه وکړي.»
د نجیبالله مقصودي په نوم یوه صنعتګر چې له کندهاره راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه نندارتون کې یې خوراکي توکي نندارې ته ایښي او تمه لري چې تولیدات یې خوښ کړای شي او مناسب بازار ورته وموندل شي.
هغه وايي، دغسې نندارتونونه ګټور دي؛ د افغانستان تولیداتو ته دې په بهر کې هم نندارتونونه جوړ شي، څو په دې توګه د نړۍ له بازارونو سره ونښلي.
د عبدالخالق خدادادي په نوم یو بل صنعتګر چې له هرات څخه راغلی، پژواک ته وویل چې په دغه نندارتون کې یې زعفران نندارې ته ایښي او د دغسې نندارتونونو جوړول ګټوربولي.
نوموړی له خلکو غواړي چې د بهرنیو محصولاتو پرځای دې د افغانستان له داخلي محصولاتو ګټه واخلي؛ ځکه د هېواد محصولات د بهرنیو هېوادونو په پرتله ښه کیفیت لري.
هغه دغه راز له حکومته وغوښتل چې د افغانستان د صنعتګرو محصولاتو لپاره دې په بهر کې بازار موندنه وکړي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته دا د کرنیزو محصولاتو درېیم نندارتون دی چې د کابل بادام باغ څېړنیز فارم کې جوړېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP