فیروزکوه (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): په غور ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله ۱۶۰ پسونه تلف شوي دي.
د غور د اطلاعات او فرهنګ امر مولوي محمدحماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه د چهارسدې ولسوالۍ په خورنج کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې پسونه په څرځای کې وو.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې ۱۶۰ پسونه تلف شوي دي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن