ګردېز (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۳): د پکتيا د فوټبال فدراسیون مسوولين وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د پکتيا د فوټبال فدراسیون مسوول خالد ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې لوبې پرون مازدیګر د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
هغه زیاته کړه، که هرې لوبډلې چې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه، هغه به د زون په کچه د سیالیو لپاره وټاکل شي.
د نوموړي په خبره، يادې سیالۍ به چې لومړۍ لوبه یې د پيمان او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، یوه میاشت دوام وکړي.
ثاقب وايي، په لومړۍ لوبه کې اتحاد، پیمان لوبډلې ته درې پر صفر ماته ورکړه.
ورته مهال، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي یوسف پژواک ته وویل چې دا ډول سیالۍ د لوبغاړو لپاره ډېرې مهمې دي؛ ځکه نوې تجربې او مهارتونه ترلاسه کوي.
هغه له اړوندو مسوولینو غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې د فوټبال لوبغاړو لپاره اړین امکانات برابر کړي.
Views: 4