جلالاباد (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ پنځوس کلنه دښمني پای ته ورسېده.
مسوولين وايي، دا دښمني د ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځته شوې وه چې ۵۰ کاله یې دوام وکړ.
د اچين ولسوالۍ اړوند د پېښې سيمې د شيخ ملخېلو او اپريدو قومونو ترمنځ په دې شخړه کې که څه هم مرګژوبله نه وه رامنځته شوې خو کلونه کلونه تربګني موجود وه او د ګڼو مالي زيانونو لامل شوې وه.
په همدې موخه د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او چارواکو له تېرو څو مياشتو راهیسې د دغو قومونو ترمنځ د روغې جوړې خبرې روانې کړې وې چې په پایله کې يې دواړه خواوې سولې ته حاضرې شوې.
د ننګرهار د اچين ولسوال ملا ابراهيم خيرالله د تېرې جمعې ورځ په همدې موخه جوړې شوې ولسي غونډې ته وويل، د شيخ ملخېلو او اپريدو قومونو ترمنځ جنجال پنځوس کاله وړاندې د ځمکې پر سر رامنځته شوی و او بيا دواړو خواوو دښمني پیل کړې وه.
دی وايي، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو يې د دې شخړې پای ته رسولو هڅه وکړه چې په نتيجه کې يې دواړو غاړو سوله وکړه.
ده له دواړو خواوو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې له دې ډول تربګنيو لاس واخلي او پرې نه ږدي چې ځوانان خپلو کې دښمنۍ وپالي.
دواړو غاړو په جوړه شوې لويه غونډه کې يو بل ته غاړې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې نور به دښمنۍ نه پالي.
د شيخ ملخېلو د قوم يوه مشر حاجي محمدولي وويل، دښمني په ډېره وړه خبره او لږه ځمکه پيل شوې وه چې دواړو قومونو يې د مالکيت دعوه کوله.
هغه زياته کړه: «زه له قومي مشرانو، ديني عالمانو، ولسوال صېب او نورو مشرانو او د اسلامي امارت له مجاهدينو مننه کوم چې زموږ ترمنځ يې سوله وکړه.»
بلخوا، د ننګرهار ولايت قومي مشران او ديني عالمان وايي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې ټولې دا ډول شخړې او دښمنۍ د خبرو له لارې حل کړي.
قومي مشر ملک انورخان وايي، په ننګرهار کې له تېرو درېيو کلونو راهیسې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او چارواکو په هلو ځلو سلګونه دا ډول دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.
د يادولو ده، له دې مخکې هم ورته غونډو کې د قومونو او کورنيو ترمنځ روغې جوړې شوې دي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن