کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان ستره محکمه وایي، د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ لومړنۍ محکمې درېیو کسانو ته چې پر ځینو جرمونو تورن وو، تعزیري سزا ورکړه.
سترې محکمې پر اېکسپاڼه لیکلي، نن (دوشنب، د شوال المکرم ۲۷مه) د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې پر اساس درېیو تنو ته چې د بېعزتۍ او توهين پر کړنو او غلا متهم وو، تعزيري سزا ورکړل شوه.
سرچینې ویلي، د یادو کسانو له ډلې دوه تورن ۳۰ـ ۳۰ دُرې او پر يو يو کال تنفيذي بند او درېيم کس پر ۲۰ دُرو تعزيري سزا او يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند محکوم شوي وو.
د سترې محکمې معلوماتو له مخې، د احمدابا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تایيد وروسته پر متهمينو تطبيق کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وري میاشتې په ۱۳مه په خوست ولایت کې هم شپږو کسانو ته چې د خلکو په دوکه کولو تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوې وه.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن