ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ورښتونو له ډېرېدو سره دایکنډي کې خلکو للمي غنم کرلو ته مخه کړې ده

د ورښتونو له ډېرېدو سره دایکنډي کې خلکو للمي غنم کرلو ته مخه کړې ده

author avatar
7 May 2024 - 17:48
د ورښتونو له ډېرېدو سره دایکنډي کې خلکو للمي غنم کرلو ته مخه کړې ده
author avatar
7 May 2024 - 17:48

نیلي (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د دایکنډي یو شمېر کروندګر وایي چې د روان کال په ترڅ کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله دغه ولایت کې د للمي غنمو کرکېله ډېره شوې ده.

د هغه په خبره، دغو وروستیو ورښتونو دوی د یوه ښه کال لپاره هیله‌من کړي او توانېدلي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېر کښت وکړي، په داسې حال کې چې د تېرو کلونو وچکالیو له امله په کښتونو کې په بې‌ساري ډول کموالی راغلی و.

د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ یوه بزګر علي‌جمعه اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل، تېرو کلونو کې د اوبو کمښت له امله د دوی کروندو ته ډېر زیانونه رسېدلي.

هغه زیاته کړه چې د پرله‌پسې وچکالیو له امله یې تېر کال خپلې نیمایي ځمکې نه وې کرلي؛ ځکه د خپلو کښتونو لپاره یې هیله نه لرله.

هغه وایي چې د روان کال په ترڅ کې یې پر خپلو هغو ځمکو للمي غنم کرلي چې مخکې یې پرې کښت نه و کړی؛ ځکه ورښتونو یې د ودې لپاره بسنه کوي.

نوموړي وویل چې للمي کښتونه خړوبولو ته اړتیا نه لري او تر ډېره د ورښت کچې پورې تړاو لري.

د دایکنډي اوسېدونکي وایي دا ورښتونه په څو کلونو کې بې‌ساري وو، او د دې لامل شوي څو هغه ځمکې چې د غرونو او تپو په لمنو کې له کرنې پاتې وې، بیا ځلي زرغونې شي.

دایکنډي کې یوه بل بزګر ضیا پژواک ته وویل چې د روان کال په ترڅ کې ورښتونه د کروندګرو د خوشحالۍ او هیله‌مندۍ لامل شوي او دوی د نورو کلونو په پرتله ډېر للمي کښتونو ته مخه کړې ده.

هغه وویل چې د للمي کښت او حاصلاتو ډېرېدل د دوی د اقتصادي وضعیت د ودې لامل شوي او بازار ته یې اړتیا کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «موږ نور کار‌و بار نه لرو، دا ځمکه چې لرو پر هغو بوخت یو، که اوبه ډېرې وي د کورنۍ لګښتونه مو څه ناڅه پوره کېږي، سږ کال ډېر ورښتونه وشول، ما خپلې ډېرې ځمکې للمي کرلې دي.»

نوموړی وایي، د دوی د سیمې ډېری خلکو د روان کال د ورښتونو په ترڅ کې پر خپلو هغو ځمکو چې له کرنې پاتې وې، للمي غنم کرلي دي.

هغه له حکومته غواړي چې له بزګرو سره د چک‌ډیمونو جوړولو، د اصلاح شوو تخمونو او سرې برخه کې همکاري وکړي.

ورته وخت کې، د دایکنډي د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کروندګرو د وروستیو بارانونو له امله للمي کښتونو ته مخه کړې ده.

د دایکنډي د کرنې رییس مولوي شېراحمد رفیع پژواک ته وویل، د تېرو کلونو وچکالیو کروندګر ډېر زیانمن کړي، خو وروستي بارانونه د بزګرو د هیله‌مندۍ لامل شوي دي.

هغه وویل چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغه ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا پر ۶۱۶۸ هکتار ځمکه للمي کښت شوی دی.

هغه وویل چې د دایکنډي اقلیم د للمي کرکیلې لپاره مناسب دی.

نوموړي وویل: «بارانونه ډېر وشول، د خلکو کرنې او کښت ته هیله‌مندي ډېره شوې چې سږ کال زموږ بزګر وکولای شي له خپلو ځمکو ښه حاصلات تر لاسه کړي.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، للمي کښتونه د دغه ولایت مرکز، اشترلي، سنګتخت‌‌و بندر، پاتو او خدیر ولسوالیو کې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسوولینو په خبره، د دایکنډي ۹۰ سلنه خلک پر کرنې بوخت دي او ژوند یې له کرنې او مالدارۍ سره تړلی دی.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.