ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان سېلابونه؛ د ځاني زیان ترڅنګ څلور زره کورونه بشپړ ویجاړ او ۱۰ زره څاروي تلف شوي

د بغلان سېلابونه؛ د ځاني زیان ترڅنګ څلور زره کورونه بشپړ ویجاړ او ۱۰ زره څاروي تلف شوي

author avatar
12 May 2024 - 15:02
د بغلان سېلابونه؛ د ځاني زیان ترڅنګ څلور زره کورونه بشپړ ویجاړ او ۱۰ زره څاروي تلف شوي
author avatar
12 May 2024 - 15:02

پلخمري (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د بغلان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو د ځاني زیان اړولو سربېره څلور زره کورونه ویجاړ او لس زره څاروي تلف کړي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو ورښتونو او سېلابونو له امله د ځاني زیانونو اوښتو ترڅنګ څه باندې څلور زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ، شاوخوا دوه زره نور یو څه زیانمن او تر لس زره ډېر څاروي تلف شوي دي.

هغه وايي، دا شمېرې وروستۍ نه دي، ښايي د اوښتو زیانونو کچه لوړه شي.

بلخوا، د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو قومي مشر سردارولي کوچی وايي، په سیمه کې یې لا هم خلک د سېلاب په اوبو کې په خپلو ورکو عزیزانو پسې ګرځي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، بغلان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۳۱۵ کسان مړه کړي او ۱۶۳۰ نور ټپیان دي.

د یادونې ده، د یاد ولایت ځايي چارواکي له خیریه بنسټونو او شتمنو افغانانو غوښتنه کوي چې له سېلاب‌ځپلو سره مرستې وکړي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.