جلالاباد (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ لس کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځکړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د ځمکې پر سر رامنځته شوې دې دښمني کې له دواړو خواوو درېيو کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د ننګرهار د شينوارو ولسوال قاري محمدعمران په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې وويل، د دې ولسوالۍ د کلاوکاتيلي سيمې حضرت عمر او حاجي پيرمحمد کورنيو ترمنځ شاوخوا لس کاله مخکې د ځمکې پر سر جنجال رامنځته شوی و.
هغه زياته کړه، د دواړو کورنيو ترمنځ په دغه جنجال او اخ و ډب کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او د دواړو خواوو ترمنځ دښمني پیل شوې وه.
د ولسوال په وينا، څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني عالمانو د ولسوالۍ د چارواکو په همغږۍ او ملاتړ د دواړو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې چاره پيل کړه چې پايله کې يې نن دواړو کورنيو روغه وکړه.
په دې غونډه کې د يادو کورنيو مشرانو او کشرانو يو بل ته د مينې او پخلاينې غېږې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به په سوله کې ژوند کوي.
د حضرت عمر په نوم د يوې کورنۍ مشر وويل، شاوخوا لس کاله دواړه کورنۍ له خوشالۍ او ژوند کولو پاتې وې، ځوانانو په اسانۍ زده کړې نه شوې کولی، د دغې روغې جوړې په برکت به اوس له دغو ستونزو خلاص شي.
دغه راز، د بلې کورنۍ مشر حاجي پيرمحمد هم وويل، حکومت او قومي مشران بايد د دې ډول دښمنيو مخنيوی وکړي او د روغو جوړو له لارو ستونزې بايد حل کړي.
د روغې جوړې په دې غونډه کې د ننګرهار علماوو شورا ریيس شيخ حضرت جان حنفي هم په خلکو غږ وکړ چې اسلام په ورورۍ کې د ژوند کولو حکم کړی، دښمني کول يې نا روا کړنه ياده کړې او ټینګار یې وکړ چې بايد کورنۍ له دښمنيو لاس واخلي.
د ننګرهار د قبايلو چارو ریيس قاري حضرت عمر هم چې دغې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، حکومت او په ځانګړي توګه د قبايلو چارو رياست هڅه کوي چې په دغه ولايت کې ټولې دا ډول دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي.تر دې وړاندې هم ننګرهار کې لسګونه دا ډول دښمنۍ د قومي منځګړتوب له لارې په دوستۍ بدلې شوې دي.
Views: 67
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن