ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خانچارباغ خلک: د اقینې بندر لږ تر لږه لس سلنه عواید دې د دې ولسوالۍ پرمختیايي چارو کې ولګېږي

18 May 2024 - 19:54
18 May 2024 - 19:54

میمنه (پژواک،۲۹ غویی ۱۴۰۳): د فاریاب د خانچارباغ ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، هر کال د اقینې له سوداګریز بندر او د دې ولسوالۍ د نورو عایداتي سرچینو له درکه‎ میلیاردونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ځي، خو د سیمې خلک لومړنیو ښاري خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

له علاقه‌دارۍ څخه ولسوالۍ ته د خانچارباغ له بدلېدو شاخوا ۳۰ کاله تېرېږي خو تر اوسه د څښاک او کرنې اوبه، سړک، ښاري نقشه، بازار او معیاري روغتون نه لري، خلک اوزګار دي او په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

د دې ولسوالۍ سيمه‌ييز مسوولین هم د خلکو ستونزې تاييدوي او د فارياب ولايت له مقام او د مرکز له مسوولينو د ښاري ماسټرپلان پلي کېدو، د څښاک اوبو برابرولو، روغتیايي کمپلېکس ته د یاد کلینیک د بدلېدو او خلکو ته د کار زمينې برابرولو غوښتنه کوي.

د خانچارباغ ولسوالۍ د پراختیايي شورا ریيس محمداسماعيل نظري له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، هر کال د خانچارباغ ولسوالۍ د اقينې له سوداګریز بندر او د دې ولسوالۍ د نورو عایداتي سرچینو له درکه ميلياردونه افغانۍ عوايد د دولت خزانې ته ځي، خو د دې ولسوالۍ خلک په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او له هر ډول خدماتو بې‌برخې دي.

نظري وويل چې د خانچارباغ ولسوالي ٣٦ کلي او څه باندې ٨٠ زره نفوس لري، خو معياري کلينيک، د څښاک او کرنې لپاره اوبه نه لري او ډېرى خلک يې بې‌کاره او په بې‌وزلۍ‎ کې ژوند کوي.

هغه وویل د خانچارباغ ولسوالۍ له تشکیل څخه څه باندې ٣٠ کاله تېرېږي، خو تر اوسه يوازې یو BHC روغتيايي کلينيک لري ‎چې د ورځې اته ساعته خدمات وړاندې کوي او نور وخت ناروغان په ځانګړې توګه ولادي ناروغان اندخوى ولسوالۍ ‎یا جوزجان ولایت ته ځي.

دغه راز هغه زياته کړه: «په دې ولسوالۍ کې د څښاک اوبه نشته او خلک یوه ۲۰ لېتره بوشکه اوبه په ۱۰ افغانۍ‎ اخلي، وروستیو وچکالیو کروندګرو او مالدارانو ته زیانونه اړولي، د بازار نشتوالي له امله خلکو تر اوسه خپلې اړتیاوې له اندخوی ولسوالۍ پوره کړې او دغه ستونزه څو میاشتې مخکې په اونۍ کې د یوه ورځ د بازار په اعلان سره تر یوه حده پورې حل شوه.»

هغه زیاته کړه، حکومت بايد د اقينې بندر او خنچارباغ ځمکو د عوايدو لږ تر لږه لس سلنه د دې ولسوالۍ په پراختيا او د ښاري ماسټر پلان په پلي کولو، د روغتونونو په جوړولو، د روغتيايي خدمتونو په رسولو، د څښاک پاکو اوبو په برابرولو، د زده‌کړې کیفیت ښه کولو، او له کروندګرو او مالدارانو په ملاتړ کې ولګوي.

د خانچارباغ ولسوالۍ يو مخور هيیت‌مراد وايي چې د دې ولسوالۍ خلک بېکاره او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو تر ټولو لويه ستونزه يې د څښاک پاکو اوبو نشتون دى چې يوه بوشکه اوبه له پنځو تر لسو افغانيو پورې پېري.

د خانچارباغ يوه بل اوسېدونکي عبدالرحمن وويل، د اقينې سوداګريز بندر چې ډېر عوايد لري، دې ولسوالۍ پورې اړه لري، خو د دې سيمې خلک بېکاره، بې‌وزله او بې‌وسه دي.

هغه زياته کړه، د خانچارباغ اوسېدونکي ډیری کروندګر او مالداران دي چې د تېرو څو کلونو د وچکالیو له امله زيانمن شوي او ان خپل کارونه يې پرېښي او ايران او ترکيې هېوادونو ته کډوال شوي دي.

مصطفی قل چې د څښاک اوبه پلوري، وايي، له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې دا کار کوي او هره ورځ له ۱۷۰ تر ۲۰۰ شل لېتره بوشکې اوبه پلوري.

هغه وویل، پخوا د خلکو اقتصادي حالت ښه و او پلورونکي کم وو او يوه بوشکه اوبه په لس افغانۍ پلورل کېدې، خو اوس يې پلورونکي زيات شوي او له بلې خوا د خلکو اقتصاد هم ضعیف شوى، د اوبو یوه شل لېتره بوشکه په پنځو افغانیو پلورل کېږي.

بل‌خوا، د خانچارباغ يو شمېر اوسېدونکي په اونۍ کې د بازار یوې ورځې له ټاکلو خوښي څرګندوي او وايي چې پخوا د پېر او پلور لپاره اړ وو، اندخوى ولسوالۍ ته لاړ شي، خو اوس هره اونۍ د سه‌شنبې په ورځ بازار اعلان شوی او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو سربیره یو شمېر کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

د اندخوی ولسوالۍ اوسېدونکی۶۰ کلن عبدالشکور چې بولاني پلوري، خوښ دی چې د سه‌شنبې په ورځ په خانچارباغ کې بازار جوړېږي.

هغه وویل چې د خانچارباغ په هر بازار کې له ۱۰۰ ډېر تنوري بولاني پلوري او له څلورو تر پنځو سوو افغانیو پورې لاسته راوړي او د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ نفقه برابروي.

بلخوا، د خانچارباغ مرستیال ولسوال داملا فرم‌الدین د خلکو ستونزې او شکایتونه مني او وایي چې د خانچارباغ د فاریاب یوه لرې پرته ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې له ټولو ښاري خدماتو څخه محروم دي.

نوموړي وویل چې د خانچارباغ خلک روغتیایي خدماتو، کرنیزو او د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د خپلې اړتیا وړ اوبه اخلي.

هغه وویل چې خانچارباغ اصلاً د ښاروالۍ تشکیل نه لري او تر څو میاشتو مخکې یې بازار نه درلود او خلکو یې خپلې اړتیاوې له اندخوی ولسوالی څخه برابرولې چې بالاخره ځایي مشرانو او مسوولینو په اونۍ کې یوه ورځ د بازار په نوم اعلان کړه او دمګړۍ د ځایي اوسېدونکو د پېر او پلور له پلوه ستونزې هوارې شوې دي.

هغه د ولایت له مشرتابه او په مرکز کې له چارواکو او مسوولینو غوښتنه وکړه څو د خانچارباغ ولسوالۍ موقعیت او د اقینې بندر عایدو ته په کتو د څښاک پاکو اوبو، روغتونونو او د ښاري ماسټر پلان برخو کې د خلکو ستونزو توجه وکړي او د ښاروالۍ تشکیل دې منظور کړي، څو ټولنیز عدالت تامین، بې‌وزلي او بې‌کاري کم شي.

بلخوا، د فاریاب د عامې روغتیا رییس مفتي فضل‌هادي فاروقي د معیاري کلینیکونو او روغتونونو د نشتوالي په اړه د خلکو شکایتونه مني او وایي چې د خانچارباغ روغتیایي کلینیکBHC دی او د خلکو نفوس ته بسنه نه کوي.

هغه وویل، د دې لارې حل دا دی چې BHC کلینیک ته ارتقا ورکړل شي.

دغه‌راز، د فاریاب ولایت مقام ویاند مفتي عصمت‌الله مرادي وویل چې د خانچارباغ ولسوالۍ خلک د څښاک پاکو اوبو، د معیاري روغتیایي مرکزونو، د کاروبار له مرکزونو او د مواصلاتي لارو له نشتوالي ځورېږي.

خو هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي څو په هره برخه کې شته ستونزې په جدي ډول وڅاري او له اړوندو ادارو سره یې شریکې کړي څو خلک راتلونکې کې ټولنیزو، روغتیایي او لازمو خدماتو ته لاسرسی ولري.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version