پلخمري (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوه بجې یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس سړک غاړې له تازه جوړې شوې کټارې سره له لګېدو وروسته پر یوه کور ور چپه شوی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
هغه وايي، پېښه کې د موټر د کلینر په ګډون د یاد کور څلور غړي چې ښځه، خاوند او دوې کوچنۍ نجونې پهکې شامل دي، مړه شوي او د موټرچلوونکي ترڅنګ د موټر ۱۳ سپرلي ټپیان شوي دي.
ورته مهال، د سیمې یو اوسېدونکی شېرمحمد وايي، دغه کور د یوه مستري و چې د کابل – مزارشریف پر لاره یې یاده سیمه کې ورکشاپ درلود.
د عابدي په خبره، د پېښې ټپيان د درملنې په موخه پلازمېنې کابل او مزارشریف ښار ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې تېره شپه لغمان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د دواړو پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن