کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې له شاوخوا ۲۰ زره سېلابځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام پرون (پنجشنبه) پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي، سېلابځپلو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړ شوي چې له امله یې زیانمنو ته د خوراکي توکو رسول ستونزمن شوي دي.
دغه سازمان لیکلي: «موږ سخت کار کوو څو اړمنو ټولنو ته لاسرسی پیدا کړو او تر اوسه مو د خوراکي توکو وېش له لارې د نږدې ۲۰ زره سېلابځپلو ملاتړ کړی دی.»
د يادونې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
درې ورځې مخکې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبداللهجان سایق په یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې د روان کال د غويي له ۲۰مې د غبرګولي تر لومړۍ نېټې پورې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن