ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کرکټ شل‌اووریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د کرکټ شل‌اووریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

author avatar
25 May 2024 - 11:24
خوست کې د کرکټ شل‌اووریزې سیالۍ پای ته ورسېدې
author avatar
25 May 2024 - 11:24

خوست‌ښار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): خوست کې د خوست اتلان ټرافي په نوم د کرکټ شل‌اووريزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

مسوولين وايي، په دې سياليو کې د کرکټ د ځايي لوبغاړو ترڅنګ د ملي، نولس کلنو او د افغانستان الف لوبډلو لوبغاړو برخه اخيستې وه.

د دې سياليو يوه تنظيموونکي عبيدالله ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرکټ دغه سيالۍ یوه اونې مخکې پيل شوې چې پای‌لوبه یې پرون مازديګر د جهاد سنګين کلب او کابل اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه.

هغه وویل چې جهاد سنګین کلب لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د نوموړي په خبره، دغه سيالۍ يې د هغو لوبغاړو لوبولو په موخه چې په کورني کرکټ کې فرصت نه ورکول کېږي، ترسره کړې.

نوموړي وويل: «په دې سره به موږ وکولای شو چې خوست کې کرکټ ته وده ورکړو او دغه راز په راتلونکي کې د کرکټ او خلکو ترمنځ نږدې‌والی پيدا شي.»

ورته مهال، لوبغاړي وايي چې د دې ډول سياليو جوړول د کرکټ په وده او د ځوانو استعدادونو پېژندلو کې اغېزناکې دي.

د یادو سياليو يوه لوبغاړي محمد تڼيوال پژواک ته وويل، له دوی سره په لوبو کې د هرې کچې لوبغاړي ولوبېدل او د هغوی له تجربو يې ډېر څه زده کړل.

هغه زیاته کړه: «په دې سياليو کې د افغانستان د نولس کلنو او د ملي لوبډلې لوبغاړي ولوبېدل، د ځوانانو لپاره ښه چانس و چې له دوی سره يې لوبې وکړې، څه یې لاس ته راوړل او زده يې کړل.»

د يادو سياليو يوه بل لوبغاړي محمدعجم لکڼوال هم له پژواک سره خبرو کې دغه ډول سیالۍ د کرکټ د پرمختګ او نوو لوبغاړو روزنې برخو کې مهمې يادې کړې.

هغه له سوداګرو او د کرکټ بورډ له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دا ډول سيالۍ جوړې کړي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو لیدو ته هره ورځ د خوست له بېلابېلو سیمو ګڼ خلک ورتلل او د خپلې خوښې لوبډلې یې تشویقولې.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.