ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي په اشترلي کې خلکو په خپل شخصي لګښت ۲۲ کیلومتره سړک جوړ کړی

د دایکنډي په اشترلي کې خلکو په خپل شخصي لګښت ۲۲ کیلومتره سړک جوړ کړی

author avatar
26 May 2024 - 17:19
د دایکنډي په اشترلي کې خلکو په خپل شخصي لګښت ۲۲ کیلومتره سړک جوړ کړی
author avatar
26 May 2024 - 17:19

نیلي (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې خلکو په خپل شخصي لګښت ۲۲ کیلومتر سړک جوړ کړی دی.

د دایکنډي د اشترلي ولسوال مولوي عبدالسلام مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۲۲ کیلومتره اوږدوالي او پنځه متره سور په درلودو یاد سړک د دې ولسوالۍ له «دهن‌ګردېش» تر «قلعۀ خدیرباش» سیمې پورې د خلکو په یو میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو شخصي لګښت جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه سړک چې د دایکنډي – کابل لویه لار یې اته ساعته لنډه کړې، تېره ورځ د مسوولینو او ځايي خلکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه وویل چې د دغه سړک جوړولو لګښت د اشترلي ولسوالۍ د اوسېدونکو لسو شوراګانو له لوري راټول شوی دی.

په همدې حال کې، د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي نېک‌محمد پژواک ته وویل چې د دغه سړک جوړول د ولسوالۍ د خلکو یوه جدي اړتیا وه؛ ځکه له سختو ستونزو سره مخ وو.

هغه زیاته کړه: «کلونه مو سړک نه درلود او لرې فاصلې به مو پیاده او په سختۍ طی کولې، څو ځله مو حکومت ته وړاندیز وکړ خو جوړ نه شو.»

د هغه په خبره، پر دې سربېره چې د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، خو بیا یې هم تېر کال پیسې راټولې کړې او د دغه سړک جوړولو کار یې پیل کړ.

نوموړي له حکومته د بیارغونې او پرمختیاي برخو د مرستې غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې له مخکې د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت لسګونه کیلومتره نور سړکونه هم جوړ کړي دي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.