کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو کس د شپږ میلیون او ۱۹۴ زره افغانیو د غلا په تور نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت دغه خبر نن پر اېکسپاڼه خپور کړی او ویلي دي چې دغه کس د دغه وزارت د انتک ریاست ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، نیول شوي کس شاوخوا ۲۳ ورځې مخکې دغه پیسې او څه اندازه سره زر له یوه کوره پټ کړي وو چې تېره ورځ ونیول شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه یې د وروستیو اجرااتو په موخه اړوند ارګانونو ته لېږل شوې ده.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن