ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولګټو وزارت مرستیال په اردن کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

د ټولګټو وزارت مرستیال په اردن کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

author avatar
2 Jun 2024 - 11:03
د ټولګټو وزارت مرستیال په اردن کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ
author avatar
2 Jun 2024 - 11:03

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال په اردن کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون کړی دی.

د ټولګټو وزارت له خوا تېره ورځ خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال بخت‌الرحمن شرافت په اردن د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې (UIC) کلنۍ غونډه کې د افغان سرپرست حکومت په استازیتوب ګډون وکړ.

سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې د سیمې په کچه د رېل‌پټلۍ خدمتونو پر یو شانوالي، ډیجټلي او برېښنایي کېدو بحث شوی دی.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.