ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د درېيو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

خوست کې د درېيو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
5 Jun 2024 - 15:24
خوست کې د درېيو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
5 Jun 2024 - 15:24

خوست ښار (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د درېيو کورنيو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پر دوستي بدله شوه.

د دغو کورنيو ترمنځ ياده دښمني چې د ځمکې ملکيت پر سر راپورته شوې وه، نن د اسلامي امارت د لوړپوړي غړي ابراهيم حقاني او د قومي مشرانو په هڅو پر دوستي بدله شوه.

د مسوولينو په وينا، د يادې دښمنۍ په ترڅ کې د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د يادو کورنيو غړي وايي، د تېرو پنځوسو کلونو په ترڅ کې يې ډېرې ستونزې وليدلې او په خپلو کړنو پېښمانه دي.

حاجي شرف چې د يادې دښمنۍ له امله يې ورور او د کاکا زوی وژل شوي، پژواک خبري اژانس ته یې وويل، خوښ دی چې له پنځو لسيزو وروسته ښکېل لوري ته د دوستۍ غاړه ورکوي.

هغه وايي: «زموږ په دې دښمنۍ کې ډېر مشکلات تېر شوي، ډېرې ستونزې او لوږې تندې مو تېرې کړې، خو اخر دې نتيجې ته ورسېدو چې دا هيڅ فايده نه لري. موږ د درېیو پلارانو زامن يو، که ده ته تکليف ورکړم زما تکليف دی، که ما ته تکليف راکړي د ده تکليف دی.»

د بلې ښکېلې کورنۍ يوه غړي شيرين بيا پژواک ته وويل، نورې هغه کورنۍ چې په خپلو کې شخصي دښمنۍ لري د دوی پر پله دې ولاړ شي او روغه جوړه دې وکړي.

هغه وويل، خپل منځي لانجې او شخړې د کرکې او نفرت پرته بله هيڅ ګټه نه لري او له خلکو يې غوښتنه يې دا ده چې د مسايلو پرمهال له زغم کار واخلي.

ده زياته کړه: «څوک بايد د شيطان ونه مني؛ ځکه ښه پايله نه لري، تاسې عملاً زموږ دښمني وينی، هيڅ مثبته پايله يې ونه لرله. زه له ټولو خلکو غواړم چې له حوصلې څخه دې کار واخلي.»

په همدې حال کې د ابراهيم حقاني د کورنۍ يوه غړي اسحاق حقاني چې د يادو درېيو کورنيو ترمنځ د دښمنۍ په حل کې يې هڅې کړې دي، پژواک ته وويل د دوی هڅه دا ده چې د قومونو او کورنيو ترمنځ کوچني مشکلات هم حل کړي.

هغه وويل، د دغه پروګرام په لړ کې يې تر دې دمه په دغه ولايت کې لسګونه دښمنيو ته د پای ټکی اېښی دی.

دی زياتوي: «موږ مشرانو نه وغوښتل چې دښمنداره کورنۍ مشخصې کړی او را ويې غواړو چې ترمنځ يې د روغې جوړې کوشش وکړو. نو ان‌شاءالله دا پرېږدو نه؛ ځکه چې د اسلام اساس سوله او امن دی، نو چېرته چې دښمني وي هلته امن نه وي. موږ کوشش کوو چې دښمنۍ ختمې کړو او امن قايم کړو، لکه څنګه چې په لويه کچه امن دی، همداسې په کورنۍ سطحه باندې هم امن راشي.»

د معلوماتو له مخې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د ۵۰ په شاوخوا کې شخصي دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.