ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلت‌والو ډزې کړې او خېمې یې ورسوځولې

پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلت‌والو ډزې کړې او خېمې یې ورسوځولې

author avatar
5 Jun 2024 - 14:46
پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلت‌والو ډزې کړې او خېمې یې ورسوځولې
author avatar
5 Jun 2024 - 14:46

کندهار (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): پاکستاني ځواکونو په چمن کې پر هغو کسانو ډزې کړې او خیمې یې ورسوځولې چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې د سپین‌بولدک – چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبرې کېدو پرېکړې غبرګون کې پرلت پیل کړی دی.

وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت په کندهار کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین‌بولدک – چمن په دروازه د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه جبري کړل، د کرښې هغې غاړې چمن سیمې اوسېدونکو د دې پرېکړې غبرګون کې پرلت پیل کړ چې لا هم دوام لري.

یادو پرلت‌والو چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي، په دې وروستیو کې د یو شمېر دولتي ادارو تړلو ترڅنګ د کوږک لار هم د باروړونکو موټرو پر مخ بنده کړې ده.

اوس تازه دغه پرلت‌وال وایي، پاکستاني ځواکونو یې تېره شپه د پرلت پر خېمو چاپه وهلې، خېمې یې سوځولي او پر دوی یې ډزې کړې دي خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

یوه پرلت‌وال پژواک ته وویل: «ملېشه ماسښتن راغلل، پر موږ یې ټکان وکړل، نن سهار هم راغلي دي، خېمې یې نړولې دي او کوښښ کوي چې ټول پرلت‌وال له کوږک څخه پسې واخلي.»

 په هغو ویډیوګانو کې چې د پرلت‌والو له خوا نن سهار پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، لیدل کېږي چې پاکستاني ځواکونه پر پرلت‌والو ډزې کوي.

یوه بل پرلت‌وال شاه‌خان وايي: «تر څو چې زموږ غوښتنې نه ‌وي منل شوې، که مو وژني که هر څه کوي، موږ به پرلت جاري ساتو، موږ ته دې دروازه راخلاصه کړي، زموږ ماشومان له لوږې مري.»

ورته مهال، یو بل پرلت‌وال حیات شهزاد هم وايي: «زموږ ډېر مشران نیول شوي، ګڼ شمېر کسان د پاکستاني ځواکونو په ډزو ټپیان شوي او پاکستاني ځواکونه هڅه کوي چې پرلت‌وال وپاشي او لاره خوشې شي.»

باید وویل شي چې په چمن سیمه کې اوس د پاکستان د حکومت له لوري مخابراتي او انټرنیټي  خدمات بند شوي دي.

د یادونې ده، د پاکستان حکومت په ځلونو ویلي، پر سپین‌بولدک – چمن دروازه یې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرېکړه حتمي ده، خو د تېرې ورځې د تازه پېښې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.