چمن کې پر پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو ډزو کې ۱۵ کسان ټپیان شوي
پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلتوالو ډزې کړې چې له امله یې ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلتوالو ډزې کړې چې له امله یې ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
پاکستاني ځواکونو په چمن کې پر هغو کسانو ډزې کړې او خیمې یې ورسوځولې چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې د سپینبولدک - چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبرې کېدو پرېکړې غبرګون کې پرلت پیل کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر له ډیورنډ کرښې سره د وروستۍ نښتې په غبرګون کې احضار کړی دی. د افغانستان دفاع وزارت دوې ورځې مخکې ویلي وو…
د پاکستان پوځ ویلي چې د چمن- سپین بولدک له نښتې وروسته یې له کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې ده.
کندهار مېشتي سوداګر وايي، د سپین بولدک- چمن پر لار د سوداګرۍ او ترانزیټ چارې ۸۰ سلنه ورو شوي چې له امله یې سوداګر او خلک له درنو مالي زیانونو سره مخ دي. سوداګر زیاتوي،…