ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د سپین بولدک له نښتې وروسته د دوستۍ دروازه تړلې ده

پاکستان د سپین بولدک له نښتې وروسته د دوستۍ دروازه تړلې ده

author avatar
12 Dec 2022 - 07:14
پاکستان د سپین بولدک له نښتې وروسته د دوستۍ دروازه تړلې ده
author avatar
12 Dec 2022 - 07:14

اټلانټا (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د پاکستان پوځ ویلي چې د چمن- سپین بولدک له نښتې وروسته یې له کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې هلته یې د افغان لوري بریدونو ته سخت ځواب ورکړی او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې مخه یې نیولې ده.

سرچینې زیاته کړې، له یادې پېښې وروسته یې له کابل سره اړیکه نیولې او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

په خبرپاڼه کې چې د افغان لوري په ډزو کې شپږ پاکستاني وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا په بلوچستان ایالت کې ځایي امنیتي مسوولینو ویلي چې د چمن- سپین بولدک ترمنځ  د دوستۍ دروازه یې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره تړلې ده.

بلخوا د کندهار مسوولین وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښې پرون د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ نښته شوې چې له امله يې لس افغان نظامیان ټپیان شوي او یو وژل شوی، دغه‌راز درې عام وګړي هم ټپیان شوي دي.

پېښه پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې هغه مهال وشوه کله چې افغان ځواکونو د سپين بولدک سوېلي لور ته ډیورنډ کرښې ته څېرمه په شېرو اوبو سیمه کې پوسته جوړوله، خو پاکستاني ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ له جګړې وروسته پاکستاني ځواکونو د چمن ښارګوټی او نږدې کلی په مرمیو وویشت چې عامو خلکو ته یې درنه مرګ‌ژوبله واړوله.

د چمن یوه اوسېدونکي میرویس پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې جګړه کې یې تره ژوند له لاسه ورکړی او پاکستاني ځواکونو د خلکو پر کورونو هاوانونه توغولي دي.

ده زیاته کړه: «کله چې جګړه ونښته، د سپکو وسلو ټکان و، بیا پاکستانیانو دې خوا ته زموږ پر کلي مرمۍ و اورولې، ټولو خلکو ولیدل چې هاوانونه د دوی له خوا پر چمن او نورو کلیو ورغورځول کېدل.»

د چمن یو بل اوسېدونکی حکمت‌الله وایي، تر نن مازیګر ناوخته پورې د چمن روغتون ته نهه مړي او ۲۴ ټپیان وروړل شوي وو چې ټول ملکيان وو.

بلخوا، د سپين بولدک ولسوالۍ لوري ته هم د ډزو له امله څلور کسان ټپیان شوي او یو کس وژل شوی دی.

د سپين بولدک ولسوالۍ روغتون یو ډاکټر د نوم نه خپرېدو په شرط وایي، دوی ته له جګړې د یوه کس جسد او څلور نور ټپیان چې ټول نارینه دي، وروړل شوي دي.

هغه وویل: «موږ ته تر اوسه یو جسد او څلور ټپيان راوړل شوي، جګړې دې خوا ته ډېر زیان نه دی اړولی.»

د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې جګړه کې د افغانستان لوري ته لس نظامیان ټپیان شوي او یو وژل شوی او دغه راز درې عام وګړي هم ټپیان شوي دي.

Views: 222

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.