سپین بولدک ګمرک کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې نن د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې نن د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په تېره یوه میاشت کې له ۷۰۰۰ ډېر افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام/ UNDP په مالي او د ډنمارک د کډوالو شورا/ DRC په تخنیکي ملاتړ د اوبو زېرمه کولو یو چیکډیم جوړ شو.
د کورنیو چارو وزارت وایي، سرحدي پولیسو سپین بولدک کې دوه کسان د ۴۵ لکه کلدارو ناقانونه لېږد په تړاو چې غوښتل یې افغانستان ته راوړي او په ډالرو یې بدلې کړي، نیولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر له ډیورنډ کرښې سره د وروستۍ نښتې په غبرګون کې احضار کړی دی. د افغانستان دفاع وزارت دوې ورځې مخکې ویلي وو…
په کندهار کې د سپین بولدک او چمن ترمنځ په «شېرو اوبو» سیمه کې نن پنجشنبه یو ځل بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د پاکستان پوځ ویلي چې د چمن- سپین بولدک له نښتې وروسته یې له کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې ده.
د کندهار مسوولین وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښې نن د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ نښته شوې چې له امله يې لس نظامیان ژوبل شوي او یو وژل شوی، دغهراز درې عام وګړي هم ژوبل شوي دي.
د سپین بولدک- چمن لار له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ بنده ده او لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د لارې بېرته پرانیستلو په اړه یوې هوکړې…
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کندهار په سپین بولدک کې د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو د ډزو پېښې د څېړلو او عاملینو پیدا کولو لپاره یوه لوړپوړي پلاوي پلټنې پیل کړې دي.
د کندهار په سپين بولدک کې افغان او پاکستاني ځواکونو پر یو او بل ډزې کړې او وروسته د سپین بولدک- چمن لار تړل شوې ده.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ ښاروالۍ مسوولین وايي، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې په دغه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ له خوا د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوالونو، اوبو رسولو، سړکونو او چریو جوړولو او نورې بېلابېلې پروژې پلې شوې او ځینې لا هم تر کار لاندې دي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې پاکستاني ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر یو شمېر کسانو ډزې کړې او ۹ تنو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
وروسته له هغه چې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ډلهییز قبر وموندل شو، د دغه ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دغه قبر او وژل شوو کسانو په اړه دې څېړنې وشي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په مرغۍ کلي کې د څښاک پاکو اوبو د یوې پروژې کار پیل شو چې په بشپړېدو به یې زرګونو کورنیو ته د څښاک صحي اوبه برابرې شي.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند جوړولو کار پیل شو او په میوند ولسوالۍ کې بیا د څښاک اوبو دوه پروژې بشپړې شوې.
د کندهار چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالي کې یې له یوې ۷۰ متره څا څخه د یوې کوچنۍ نجلۍ مړی را ایستلی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته د پاکستاني ځواکونو او امنيتي د ځواکونو تر منځ نښته شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.
په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
سوداګر وايي، د سپین بولدک- چمن لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ میلیونونه افغانۍ زیان ور اوړي. هغوی د لارې د ژر خلاصولو غوښتنه کوي او وايي، طالب چارواکي د لارې په تړلو…