منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۱ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د چمن – سپین بولدک نښته؛ پاکستان په اسلام‌اباد کې د افغانستان شارژدافیر احضار کړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۱ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر له ډیورنډ کرښې سره د وروستۍ نښتې په غبرګون کې احضار کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت دوې ورځې مخکې ویلي وو چې پاکستاني ځواکونو د چمن - سپین بولدک پر صفري نقطې یو ځل بیا ډزې کړې او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بلخوا د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې، ډزې لومړی له افغان لوري شوې وې چې دوی یې سخت ځواب ورکړی دی.

دوی ویلي، د افغان لوري په ډزو کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د لېندۍ په ۲۵مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې پېښې په غبرګون کې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر یې احضار کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دوی د افغانستان شارژدافیر ته خپل اعتراض‌لیک وسپاره.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په سیمه کې د عامو وګړو امنیت تامینول د دواړو لورو مسوولیت او د دغه ډول پېښو مخنیوی اړین دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست