ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپین بولدک- چمن لارې د بندېدو له امله هره ورځ خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي

د سپین بولدک- چمن لارې د بندېدو له امله هره ورځ خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي

author avatar
9 Oct 2021 - 17:59
د سپین بولدک- چمن لارې د بندېدو له امله هره ورځ خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي
author avatar
9 Oct 2021 - 17:59

کندهار (پژواک، ۱۷ تله ‍۱۴۰۰): سوداګر وايي، د سپین بولدک- چمن لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ میلیونونه افغانۍ زیان ور اوړي.

هغوی د لارې د ژر خلاصولو غوښتنه کوي او وايي، طالب چارواکي د لارې په تړلو پر پاکستان فشار نه شي ډېرولای بلکې برعکس سوداګرو او خلکو ته درانه زیانونه اړوي.

دوی زیاتوي، پر دغه لار د صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ په ګډون ۹۰ سلنه تجارت د افغان سوداګرو دی او تر بل هر چا همدوی په کې زیانمن کېږي.

بل خوا تېره ورځ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې یو پلاوی هم کندهار ته راغلی و او د لارې د پرانیستلو او شته ستونزو د هواري په موخه یې له والي سره لیدلي دي.

د کندهار یوه سوداګر حاجي جلال الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، پنځه ورځې کېږي چې طالبانو د سپین بولدک- چمن لار تړلې چې هره ورځ خلکو او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړوي.

هغه زیاته کړه، دا چې د مېوو سېزن دی، د کندهار له خوا په انګورو او انارو بار سلګونه موټر د لارې د پرانیستلو په انتظار درول شوي چې خرابېدو ته نږدې دي.

د دې تر څنګ هغه د شاوخوا ۶ زره کانټینرونو یادونه وکړه چې ۳۵۰۰ یې په سپين بولدک او ۲۵۰۰ یې په چمن کې ایسار پاتې دي.

د ده په خبره، په هر کانټینر د ورځې ۱۵۰ ډالر ډیټینشن راځي چې دا نږدې یو میلیون ډالر کېږي او دا ټول تاوان یوازې سوداګر پرې کوي.

نوموړی وايي، واردات هم له ورته ستونزې سره مخ دي، په سلګونو موټر چې خوراکي او غیر خوراکي توکي په کې بار دې په چمن کې بند پاتې دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د کرښې په دواړو غاړو کې په زرګونو خلک چې له ډېرو سره ناروغان او خپلې کورنۍ هم ملې دي، په بد حالت کې د لارې د خلاصولو په تمه شپې او ورځې تېروي.

نوموړي له طالب چارواکو وغوښتل چې لار ژر تر ژره خلاصه کړي، ځکه په دې توګه پر هغوی خپلې غوښتنې نه شي منلای.

ده وویل: ((پر دغه لار ۹۰ سلنه تجارت د افغانانو دی، د لارې په بندېدو همدوی زیانمن کېږي، پاکستان هیڅ زیان نه ویني.))

د هغه په باور طالبانو کولای شول له نورو ډیپلوماټیکو لارو چار کار اخیستی وای او د دغې لارې په تړاو یې خپلې غوښتنې په پاکستان منلې وای.

د حاجي سردار محمد په نوم یو بل سوداګر هم همدا خبره کوي او وايي، طالبانو د لارې په بندولو سوداګرو او خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

دی هم وايي چې د لارې له بندولو سره له یوې خوا سوداګري سخته زیانمنه شوې ده، بل خوا د توکو بیې هم پورته شوې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي رحمت الله نړیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ولایتي ادارې له هغه وروسته د سپین بولدک- چمن لارې د تړلو پرېکړه وکړه چې پاکستان له ژمنو سربېره پر دې لار د ستونزو د حل لپاره عملي اقدام نه دی کړی.

دی زیاتوي، دغه لار به تر هغه په بشپړه توګه تړلې وي چې پاکستاني لوري ټولې ستونزې حل کړي نه وي.

د ده په خبره، تېره ورځ له چمن ښار څخه د سوداګرو یو پلاوی هم کندهار ته راغلی و او له والي سره یې د لارې د خلاصېدو پر سر خبرې وکړې.

د نوموړي په وینا، د لارې پر سر شته ستونزې له دغه پلاوي سره شریکې شوي او له پاکستان غوښتنه شوې ده چې نه یوازې د لارې د خلاصېدو وخت ډېر کړي، بلکې خلکو ته اجازه ورکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په تذکره او پاسپورټ دواړو تګ راتګ وکړي.

له تېرې شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې چې طالبان په هېواد کې واکمن شوي، خلک او سوداګر پر دغه لار له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

پخوا د سپین بولدک- چمن لار د سهار په ۷:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازدیګر په ۶:۰۰ بجې تړل کېدله خو په دې وروستیو کې دغه لار د سهار په ۸:۰۰ بجې پرانیستل کېږي او د مازدیګر په ۴:۰۰ بجې تړل کېږي.

له همدې امله پر دې لار د صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی دی.

سوداګر وايي، پخوا هره ورځ پر دې لار د ټرانزیټ اموالو ۵۰۰ کانټینرونو تګ راتګ کاوه خو په دې وروستیو کې دا شمېره ۷۰ یا ۸۰ کانټینرونو ته راټیټه شوې چې له امله یې د کرښې دواړو غاړو ته په زرګونو کانټینر ولاړ دي.

له همدې امله سوداګر د ډیټینشن او ډیمرچ ورکړې له مخې له درنو زیانونو سره مخ دي.

د دې تر څنګ پاکستان یوازې هغوی کسانو ته پر دغه لار د تګ راتګ اجازه ورکوي چې د پاکستان پېژندپاڼه او یا د کندهار تذکره ولري.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ د سپین بولدک- چمن لارې په دروازه کې د افغان او پاکستاني ساتونکو تر منځ شخړه هم شوې وه چې وروسته لار د یوې ورځې لپاره تړل شوې وه.

د کندهار د والي مطبوعاتي مسوول مولوي عزام هغه مهال پژواک ته ویلي و چې پېښه هغه مهال وشوه چې پاکستاني لوري له یو شمېر افغان ناروغانو او ټپیانو سره- چې د درملنې په موخه له دروازې اوښتل- ناسم چلند وکړ.

Views: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.