ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپین بولدک- چمن پر لار د سوداګرۍ او ترانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی

د سپین بولدک- چمن پر لار د سوداګرۍ او ترانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی

author avatar
11 Sep 2021 - 17:23
د سپین بولدک- چمن پر لار د سوداګرۍ او ترانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی
author avatar
11 Sep 2021 - 17:23

کندهار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۰): کندهار مېشتي سوداګر وايي، د سپین بولدک- چمن پر لار د سوداګرۍ او ترانزیټ چارې ۸۰ سلنه ورو شوي چې له امله یې سوداګر او خلک له درنو مالي زیانونو سره مخ دي.

سوداګر زیاتوي، د دغې ستونزې له امله په سپین بولدک او چمن کې په زرګونو کانټینرونه ولاړ دي چې نه یوازې له ډیمرچ سره مخ دي، بلکې د موټرو کرایې یې لوړې کړي او توکي ګران شوي دي.

حاجي جلاالدین چې له چین هېواد څخه افغانستان ته رخت واردوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا د سپین بولدک- چمن لار د سهار په ۷:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازدیګر په ۶:۰۰ بجې تړل کېدله، خو له هغه وروسته چې طالبان واکمن شوي، دغه لار د سهار په ۸:۰۰ بجې پرانیستل کېږي او د مازدیګر په ۴:۰۰ بجې تړل کېږي.

ده زیاته کړه، له همدې امله پر دې لار د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی دی.

دی وايي: ((پخوا به پر دغې لارې له ۵۰۰ تر ۵۵۰ پورې په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار موټر اوښتل را اوښتل، خو اوس د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې موټر اوړي او را اوړي.))

له دې ور ها خوا ده یادونه وکړه چې اوس پر دې لار اړوندې چارې د کرښې هغې غاړې ته پوځ او دې غاړې ته طالبان سمبالوي، خو پخوا دا چارې هغې غاړي ته ایف سي ځواکونو او دې غاړې ته سرحدي پولیسو سمبالولې.

د ده په خبره، دغې مسئلې هم ستونزې زېږولې ځکه دواړه لوري نوي دي او په دې برخه کې یې بلدتیا کمه ده.

یاد شوي سوداګر وویل، همدا ستونزې لامل شوي چې د سوداګرۍ بهیر ورو شي او په توکو بار موټر په ځنډ پر دې لار د تګ راتګ نوبت تر لاسه کړي.

دی وايي: ((په سپین بولدک او چمن کې زرګونه کانټینرونه په ورځو او ان اوونیو ولاړ وي او له ډیمرچ سره مخ دي، موږ اړ یو هره ورځ پر یوه کانټینر تر ۱۵۰ ډالره ډیمرچ ورکړو.))

دغه راز ده یادونه وکړه، دا چې په سپین بولدک او چمن کې په زرګونو موټر بند پاتې دي، په کراچي کې د موټرو کرایې دوه برابره لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((پخوا یوه کانټینر له کراچۍ تر سپین بولدک پورې ۱۴۰ زره کلدارې کرایه غوښته خو اوس ۳۰۰ زره کلدارې کرایه اخلي.))

نوموړی له طالب چارواکو غوښتنه کوي چې د سوداګرو دا ستونزې دې له پاکستاني چارواکو سره په ګډه حل کړي.

ده وویل: ((طالبان له موږ څخه محصول اخلي، باید زموږ د مالونو دفاع هم وکړي.))

د حاجي رحمت الله په نوم یوه بل سوداګر هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دغو ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل له همدې امله ټول خلک اغېزمن شوي دي.

دی وايي، هره ورځ سوداګر درانه مالي زیانونه ګالي، د ګودامونو څښتنان، کارګر، موټر چلوونکي او نور بې کاره شوي، توکي ګران شوي، ځکه سوداګر اړ دي چې خپل ټول لګښتونه پر توکو واچوي چې په دې توګه بیې په بې سارې توګه لوړې شوي دي.

دغه سوداګر زیاته کړه: ((داسې سوداګر پېژنم چې په توکو بار کانټینر یې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ولاړ دي، تر مال یې ډیمرچ ډېر شوی، ته خپله فکر وکړه هغه خپل دا تاوان څنګه راوګروځوي؟))

د ده په خبره، د خوراکي توکو پر هر موټر د ورځې له ۳۰ تر ۵۰ ډالره، پر ټایرونو، رخت او نورو توکو د ورځې له له ۱۲۰ تر ۱۵۰ ډالره ډیمرچ راځي.

دی وايي، څو ورځې وړاندې سوداګرو خپلې دا ستونزې د سپین بولدک د سوداګرۍ په خونه کې له اړوندو طالب چارواکو سره هم شریکې کړې، خو تر اوسه نه دي حل شوي.

د علي خان په نوم بل سوداګر وايي، دا ستونزې له هغه وخته پېښې شوي چې د طالبانو له راتګ وروسته د دواړو غاړو د سوداګرۍ خونو ګډې ناستې ځنډېدلې دي.

نوموړي پژواک ته وویل، د دې تر څنګ چې طالب چارواکي باید د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي، باید د پخوا په څېر د دواړو غاړو د سوداګرۍ خونو تر منځ ناستې بېرته پیل شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې مخکې ورته ستونزې په تورخم کې هم وې، خو په دې وروستیو کې حل شوې دي.

ده یادونه وکړه، دا ټولې ستونزې په داسې حال کې دي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان موده مخکې اعلان کړی و چې له افغانستان سره لارې به ۲۴ ساعته پرانیستې وي.

د دغو ستونزو په اړه د سپین بولدک د سوداګرۍ خونې مشر حاجي ضیاالدین اڅکزي وویل، هڅې یې روانې کړي څو د سوداګرو دغه ستونزې حل کړي.

دی وايي، د سوداګرو دا او نورې ستونزې یې له طالب چارواکو او په مرکز کې د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره هم شریکې کړي او دوی یې د حل په تمه دي.

پژواک وغوښتل چې په دې اړه د کندهار ولایتي ادارې نظر هم واخلي خو بریالی نه شو.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د سپین بولدک- چمن پر لار نه یوازې د سوداګرۍ، بلکې د خلکو د تګ راتګ پر مخ هم ستونزې ډېرې شوي او له څو اوونیو راهیسې په زرګونو خلک هڅه کوي پاکستان ته لاړ شي خو د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.