کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سرپرست وايي چې مناسبو مالي خدمتونو ته لاسرسی کولای شي د ټیټ عاید لرونکو خلکو په اقتصادي پیاوړتیا او د فقر په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان بانک نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد بانک سرپرست هدایتالله بدري دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سټیفن راډریکز سره په لیدنه کې وکړې.
د افغانستان بانک سرپرست بانکي سکټور، اسلامي بانکولۍ، د اداینو برېښنایي کول او کوچني مالي تمویلات د اقتصادي پرمختګ برخه کې د خورا ارزښت وړ یاد کړل او د دې برخو پیاوړتیا یې د اوسني عصر اړتیا وبلله.
بدري وویل، د افغانستان بانک توانېدلی چې بانکي سکټور په ښه ډول مدیریت کړي، د اسلامي بانکولۍ پراختیا برخه کې د پام وړ ګامونه پورته، د اداینو د برېښنایي کولو برخه کې عملي اقدامات ترسره او همدارنګه د کوچنیو مالي تمویلاتو د پیاوړتیا په موخه منظم قوانین او مقررات رامنځته کړي څو په دې وسیله د هېواد په ټولیز اقتصاد کې خپل مثبت رول ادا کړي.
بدري ویلي: «موږ باور لرو چې مناسبو مالي خدمتونو ته لاسرسی کولای شي د ټیټ عاید لرونکو خلکو په اقتصادي پیاوړتیا او د فقر په کمولو کې مهم رول ترسره کړي.»
هغه زیاته کړه چې دغه بانک له ټولو مرستهکوونکو بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او هیله لري چې مرستهکوونکي بنسټونه به خپلې مرستې د بېکارۍ کچې په کمولو او دندو په رامنځته کولو متمرکزې کړي.
د اېکس په بیان کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس په دې لیدنه کې د افغانۍ د ثبات، انفلاسیون د کنترول، بانکي سکټور د مدیریت او د ټولیز اقتصاد په پرمختګ کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د بانکي سکټور، اسلامي بانکولۍ د پراختیا، کوچنیو مالي تمویلاتو، اداینو د برېښنايي کولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن