پلخمري (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د بغلان د ترافیکو مدیریت وایي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه اته نیمې بجې د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ ملخانو سیمه کې یو رونکس موټر له عمومي سړکه وتلی او یوې کندې ته لوېدلی چې پهکې ناست دوه کسان مړه شوي دي.
هغه د پېښې علت روښانه نهکړ، خو دغه ډول پېښې ډېر کله د موټرچلوونکو بېاحتیاطۍ او د سړک خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
د یادونې ده چې دوه اونۍ مخکې هم دغه ولایت کې د یوه مسافروړونکي بس موټر چپهکېدو پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن