ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان رییس ومړ

د بې‌پولې خبریالانو سازمان رییس ومړ

author avatar
9 Jun 2024 - 10:52
د بې‌پولې خبریالانو سازمان رییس ومړ
author avatar
9 Jun 2024 - 10:52

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) اعلان کړی چې د دغه سازمان رییس کریسټف دلور د ۵۳ کلونو په عمر ومړ.

د یاد سازمان خبرپاڼه کې راغلي چې دلور د سرطان پر ناروغي اخته و او پرون ( د غبرګولي ۱۹مه) مړ شوی دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان خبرپاڼې له مخې، دلور د ۱۲ کلونو لپاره د یاد سازمان مشري وکړه او په دې موده کې یې د خبریالانو له حقونو د دفاع برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

کریسټف دلور مخکې له دې په ۲۰۱۸ کال کې د «د اطلاعاتو او ډیموکراسۍ ټولنې» د رییس په توګه هم منصوب شوی و.

د ویلو ده، د بې‌پولې خبریالانو سازمان په ۱۹۸۵ کال کې په فرانسه کې جوړ شو.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.