ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو

15 Jun 2024 - 16:52
15 Jun 2024 - 16:52

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، ځینو سرچینو د نجونو زده‌کړو د ځنډ پر زر ورځني دوام اندېښنه وښوده، مسکو له ا.ا سره د اړیکو ټینګښت اړتیا وبلله او بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره شاوخوا یو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.

  • د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
  • تهران کې د افغانستان په اړه ناسته جوړه شوه، خو اسلامي امارت په کې ګډون ونه کړ.
  • یونیسف له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو د ځنډ پر دوام اندېښنه وښوده.
  • د کازان ناسته؛ ندیم: ا.ا د علم پرمختګ او په دغه ډګر کې له سیمې او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی.
  • د کازان ناسته؛ د پوهنې سرپرست وزیر: نړۍواله ټولنه دې د پوهنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
  • چین او پاکستان په افغانستان کې د ټول‌ګډون حکومت رامنځته کېدو غوښتنه کړې.
  • روسیه وايي، له اسلامي امارت سره اړیکې یې د ملي ګټو لپاره مهمې دي.
  • مسکو: د افغانستان له اوسني چارواکو سره د اړیکو ټینګښت یوه اړتیا ده.
  • بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره شاوخوا یو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.

د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې دوه وسله‌وال غله له امنیتي کسانو سره په نښته کې وژل شوي.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو فراه کې دوه روغتیايي کارکوونکي – چې ښځه او خاوند دي – ټپیان کړي او غزني کې د یوې ښځې مړی موندل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

تهران کې د افغانستان په اړه غونډه

تېره اونۍ، په تهران کې د افغانستان په اړه د ایران، روسیې، پاکستان او چین ځانګړو استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په یاده ناسته کې ویلي وو چې افغان چارواکي باید له «کړکېچه» د وتو لپاره د بېلابېلو قشرونو له صالحو کسانو یو حکومت جوړ کړي.

قمي یلي: «دې ته اړتیا ده چې د سیمې پر ښو او مساعدو همکاریو سربېره د دغه هېواد (افغانستان) له ملي ظرفیتونو هم ګټه پورته کړي، دا چاره د لاسوهنې په معنا نه ده، دا د وړاندیز او خیرښېګڼې سلا ده.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي چې ا.ا د تهران غونډې ته بلل شوی و، خو ګډون یې په‌کې ونه کړ.

ده ویلي چې افغان حکومت تمه لري، په هغو غونډو کې چې د افغانستان په تړاو جوړېږي، باید د نوو میکانیزمونو جوړولو پر ځای له معمولو او دود شوو مکانیزونو ګټه واخلي.

د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو غونډه

د افغانستان د لوړو زده‌کړو او پوهنې سرپرست وزیرانو په دې غونډه کې برخه واخیسته.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم د نړۍوال فورم له غړو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې د ګډو همکاریو هوکړې او تړونونه لاسلیک او عملي کړي.

دغه راز، د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا په یاد نړۍوال فورم کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو چاپولو او د ښوونکو معاشونو برخو کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

د نجونو زده‌کړې

له ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو پر ځنډ – چې زر ورځې يې پوره شوې- اندېښنه ښودلې او د یاد صندوق اجرايي مدیر کاترین راسل ویلي چې د یو عشاريه پنځه میلیون نجونو لپاره دغه محرومیت نه یوازې د هغوی د زده‌کړو له حقه سرغړونه ده، بلکې فرصتونه یې کموي او رواني حالت يې زیانمنوي.

هغه زیاتوي چې د ماشومانو په تېره نجونو حقونه باید د سیاست قرباني نه شي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د ښځو ملاتړ بنسټ په یوه راپور کې ويلي چې د نجونو پر تعلیم محدودیتونو په دغه هېواد کې د ماشومانو د ودونو کچه ۲۵ سلنه زیاته کړې ده.

د افغانستان د بشري او ښځو حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي: «نن په افغانستان کې د طالبانو له لوري په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې د نجونو د زده‌کړو له ممنوعیته زر ورځې تېریږي، زر ورځې ځوانې هیلې مړې شوې او د هېواد راتلونکی ضایع شو.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې تر بل امر پورې خنډولې، خو بیا بیا یې ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیت دایمي نه دی او د شرایطو په برابرېدو سره به یې ښوونځي او پوهنتونونه پر مخ پرانیستل شي.

ټولګډون حکومت

تېره اونۍ، چین او پاکستان په یوه ګډه اعلاميه کې له اسلامي امارته غوښتي چې په افغانستان کې یو ټولګډون حکومت رامنځته کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

اسلامي امارت دې اعلامیې ته ځواب نه‌دی ورکړی؛ خو له دې مخکې یې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی حکومت په بشپړه توګه پراخ‌بنسټه دی او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د افغانستان او روسیې اړيکې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» د نوم ایستلو احتمال له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د اړتیا له مخې څېړل کېږي.

د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې له اسلامي امارت سره اړیکې د روسیې د ملي ګټو لپاره مهمې دي.

ماریا زاخارووا، د اسلامي امارت او روسيې اړیکې، د روسیې په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده چې له تور نوملړه د «طالب چارواکو» د نومونو لرې کولو بهیر روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې غبرګولي میاشتې په اتمه ویلي وو چې له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول اړین دي؛ ځکه هغوی اوس پر افغانستان واکمن دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د روسي چارواکو د یادو څرګندونو هرکلی وکړ.

د مرستو دوام

د راپورونو له مخې، له افغانستان سره، ډنمارک ۷.۲۹ میلیون امریکایي ډالره او ایټالیا ۳،۱ میلیون ډالره مرسته کړې او اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره ۱۵۰ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.

دغه راز راپورونه ښيي چې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو چارواکو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډه کې له افغانستان سره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

دغه راز تېره اونۍ ترکیې هم له افغانستان سره ۶۲۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version