ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

25 May 2024 - 18:33
25 May 2024 - 18:33

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، مولوي عبدالکبیر د م.م له چارواکو سره په ليدنه کې هیله ښودلې چې د دوحې ناسته کې د ګډون په اړه د ا.ا دریځ ومنل شي، م.م ویلي دغه ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو او تعامل عادي کولو غوره فرصت وي، سیګار ا.ا د مرسته‌کوونکو په چارو کې پر لاس‌وهنې تورن کړ، خو ا.ا رد کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته؛ مولوي عبدالکبیر: هیله ده په دې ناسته کې د ګډون په اړه د ا.ا دریځ ومنل شي.
  • د م.م مرستیاله: د دوحې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو او تعامل عادي کولو غوره فرصت وي.
  • سیګار ا.ا د مرسته‌کوونکو په چارو کې پر لاس‌وهنې تورن کړ.
  • مجاهد: ا.ا په مرستو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
  • پکتیا کې پر ډیورڼد فرضي کرښه له نښتې وروسته ګډې قومي جرګې د اوربند او د نښتو مخنیوي په موخه دوې ناستې کړې دي.
  • روسيې او ترکيې له سېلاب‌ځپلو سره د ۴۳ ټنه خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو په بلخ کې پر دوو ډاکټرانو چې وروڼه دي، ډزې کړې، یو يې وژلی او یو بل یې ټپي دی او په پروان کې يې يو ځوان د ښکاري ټوپک پر ډزو وژلی دی.

د راپورونو له مخې، په کندهار کې د يوه لاسي بم چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي، ميدان‌وردګو کې د لاسي بم چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی، په بلخ کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او جسد یې څاه ته غورځولی او په غزني کې د لادرکه شوي کس مړی په یوه څاه کې موندل شوی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ۱۴۰۰ د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د قطر راتلونکې ناسته

د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیالې روزمري دیکارلو ویلي، د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې ناسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په یوولسمه جوړېږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وربلل شوی او په دې غونډه کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیول شي.

هغه په دې اړه د اسلامي امارت له ځينو چارواکو سره لیدلي او ویلي يې دي چې د دوحې ناستې اساسي موخه له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې اړیکې عادي کېدل دي او باید له ټولو هېوادونو سره د دغه هېواد په اړیکو کې پرمختګ راشي. هغه زياته کړې، په دې ناسته کې به په افغانستان کې د بېلابېلو ننګونو، د بشري حقونو وضعیت او د نجونو زده‌کړو په اړه هم خبرې وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د دوحې راتلونکې درېیمې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز، د افغانستان د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له روزمري ډیکارلو سره لیدنه کې ویلي، د دوحې تېره ناسته نیمګړې وه او هیله یې ښودلې چې د راتلونکې ناستې په اړه د اسلامي امارت دریځ ومنل شي څو ګډون په کې وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې په دغه لیدنه کې د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړېدونکې درېیمه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه او ویې ویل چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرطونه درانه نه دي.

هغې ویلي، د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو پراختیا او تعامل عادي کولو لپاره غوره فرصت وي.

دغه راز، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد عبدالعزیز الخلیفي سره په ليدنه کې ویلي، په قطر کې د ملګرو ملتونو له خوا په را روانه غونډه کې د اسلامي امارت ګډون اغېزناک دی او هیله ده چې دغه غونډه به ښې پایلې ولري.

دی وايي، که د اسلامي امارت شرطونه پوره کړل شي د قطر په راتلونکې غونډه کې به اغېزناک ګډون وکړي، ملګري ملتونه باید د اسلامي امارت غوښتنې له نظره ونه غورځوي او هیله یې وښوده چې د دوحې ناسته د اسلامي امارت او نړۍ د تعامل لپاره یو فرصت وګرځي.

د سیګار راپور او د ا.ا غبرګون

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) د افغانستان ا.ا د مرسته‌کوونکو په چارو کې پر لاس‌وهنې تورنوي، وایي، د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د امریکا متحده‌ ایالتونو اجراییوي شریکانو د افغانستان سرپرست حکومت ته د مالیې، ګمرکاتو، تعرفې او … له لارو شاوخوا ۱۰،۹ میلیون ډالر ورکړي.

سرچینه زیاتوي چې دغه پیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا نړۍوال پراختیايي پرورګرام «يواېس‌ای‌ډي» او د نړۍوالو مطبوعاتو لپاره د متحده‌ایالتونو ادارې «يواېس‌اې‌جي‌اېم» اړوند ۳۸ اجراییوي بنسټونو د افغانستان سرپرست حکومت ته ورکړې دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد ویلي چې اسلامي امارت د بهرنیو بنسټونو په بشري چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي، خو زياتوي چې یادو برخو کې پیسې د افغانستان په ملي بودجې پورې اړه لري.

پکتیا کې پر ډیورڼد فرضي کرښه د ګډې قومي جرګې ناستې

سیمه‌ییزې سرچينې وایي، پکتیا کې پر ډیورڼد فرضي کرښه تر نښتې وروسته د دواړو غاړو د قومي مشرانو یوې ګډې جرګې د اوربند، خرلاڅيو لارې د پرانیستل کېدو او یوې کمېټې جوړېدو پرېکړې کړې.

د راپورونو له مخې، وړمه اونۍ د پکتیا په اريوب ځاځي او ډنډپټان ولسوالیو کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفه‌يي نښتې روانې وې او مرګ‌ژوبله يې لرله.

د يادې جرګې غړو ویلي چې د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅيو دروازه کې د کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو ترمنځ ګډه جرګه وشوه چې د دواړو غاړو مسوولينو په کې ګډون درلود او په دغه جرګه کې د اوربند پرېکړه شوې ده.

دغه راز، سیمه‌ییزې سرچينې وایي، چې په دې اړه دواړو غاړو قومي مشرانو ګډې جرګې دویمه ناسته وکړه.

وروسته د دواړو غاړو قومي مشرانو یوې ګډې جرګې چې په کې افغان او پاکستاني چارواکو هم ګډون درلود، د اوربند، خرلاڅيو لارې د پرانیستل کېدو او یوې کمېټې جوړېدو پرېکړې وکړې.

د بشري مرستو دوام

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونیسف» له افغانستان سره د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي توکو مرسته وکړه.

دغه راز، روسيې په هېواد کې له سېلاب‌ځپلو سره د ۲۱ ټنه خوراکي توکو او ترکيې بيا ۲۲ ټنه خوراکي او غيرخوراکي توکو ترڅنګ د دوه زره کمپلو مرسته کړې ده.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version