Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې پر ډېورڼډ فرضي کرښه د نښتو مخنیوی لپاره د قومي مشرانو ګډې جرګې دوېمه ناسته وکړه

ګردیز (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): سېمه‌ییزې سرچينې وایي، پکتیا کې پر ډېورڼډ فرضي کرښه د نښتو مخنیوی په موخه د دواړو غاړو قومي مشرانو ګډې جرګې دوېمه ناسته وکړه.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د پکتیا په اريوب ځاځي او ډنډپټان ولسوالیو کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفه‌يي نښتې وشوې چې له امله یې د پاکستاني لوري ډزو کې د یادو سېمو اوسېدونکو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې وه.

وروسته د دواړو غاړو د قومي مشرانو یوې ګډې جرګې چې په کې افغان او پاکستاني چارواکو هم په کې ګډون درلود د اوربند، خرلاڅيو لارې د پرانیستل کېدو او یوې کمېټې جوړېدو پریکړې کړې.

د يادې جرګې غړي محمد انور صديقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د فرضي کرښې «ګوي»دروازه کې د کرښې دواړه لوريو د قومي مشرانو ترمنځ يوه جرګه جوړه شوه او په جرګه کې پر کرښه د دواړو لورو حکومتونو تر منځ د جګړې پر مخنيوي ټينګار وشو.

هغه وویل، په جرګه کې په دې هم خبرې وشوې چې د کلونو راهیسې د ګوي تړل شوې لار دې د هر ډول تګ او راتګ او سوادګرۍ په مخ خلاصه شي.

صدیقي وویل، ياده جرګه کې پر دې هم خبرې وشوې، د ګوې لاره چې له تېرو څوو کلونو راهيسی تړلې ده د سوداګرۍ او هر ډول تګ راتګ پرمخ دې پرانيستل شي.

د هغه په خبره، په ياده جرګه کې د دواړه غاړې قومي مشرانو دا هم وويل، که هر لوري نظاميان د ډيورنډ فرصي کرښه کې تخطي کوي همدا قومي مشران يې بايد مخه ونيسي.

د جرګې يو بل ګډون‌وال ولي ځاځي همدوويل چې جګړه د کرښې د دواړو غاړې قومونو په زيان ده او باید مخنیوی یې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.