ژبه

خوارزمي: د انتقامي عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۳۵۰ پاکستاني عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو په انتقامي بریدونو کې ۱۵۰ پاکستاني عسکر وژل شوي، له ۲۰۰ ډېر ټپيان شوي او شاوخوا ۴۰ پوستې یې فتح شوې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي نن په کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل چې له پاکستان سره د جګړې له پیله راهیسې ۲۸ افغان ځواکونه شهیدان او ۴۲ نور ټپيان شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت له هېواده د دفاع مشروع حق لري.

خوارزمي دغه راز زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ردالظلم عملیاتو پر مهال پر پاکستاني ملېشو درانه ځوابي بریدونه شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د فرضې کرښې په اوږدو کې ٢٥ ځلې جکړه شوې چې تعرضي او دفاعي عملیات پکې شامل دي.

د دفاع وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژیم ١٣ پوستې تخریب، څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او یو شمېر ټپيان دي.

دی وایي، د یادو عملیاتو پر مهال د پاکستاني ځواکونو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د پاکستان پوځي رژیم د وړمې یکشنبې په شپه (د کب دوېمه) د افغانستان حریم نقض کړ، لومړی یې په ننګرهار او پکتیکا کې پر ملکي سیمو بریدونه وکړل او دغه بریدونه لا هم دوام لري. افغان ځواکونو هم د کب له اتمې راهیسې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو بریدونه پيل کړي دي. چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.