بامیان (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه څوارلس کلنه نجلۍ د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ اړوند په «سیالایک» سیمه کې اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې یاده پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.
نوموړي وویل چې یاده نجلۍ د بېپامۍ له امله اوبو کې ډوبه او مړه شوې او د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د پېښو عملیاتي امریت ځواکونو د یادې نجلۍ مړی موندلی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن