منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۸ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

نجلۍ

۴۵ راپورونه

راپورونه

اسرار کابل ښار کې هغه نجلۍ چې معلولیت یې د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه شو

کابل ښار کې د اسرار پارسا په نوم یوه نجلۍ چې په دوه کلنۍ کې ګوزڼ وهلې او کیڼه پښه یې فلج ده، په لېوالتیا او قوي اراده د مصنوعي ځیرکتیا اړوند پر څو پروژو کار کوي او هیله‌ لري څو د نوښتونو او ټکنالوجۍ برخې نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

په خوست کې د ۲۷ کلنې ژمنې پاى؛ یوې نجلۍ ته د خپل برخلیک ټاکلو حق ورکړل شو

د خوست سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې یوه نجلۍ چې نږدې درې لسیزې مخکې د «بدل» په نکاح ژمنه شوې وه، د امر بالمعروف ریاست د منځګړیتوب له لارې له جبري قیده خلاصه شوه او د خپل ژوند د انتخاب حق یې بېرته ترلاسه کړ.

مسکا؛ هغه نجلۍ چې له ښوونځي تر راګرځېدو وروسته یې نورو زده‌کړو ته مخه کړې

کابل کې د مسکا هوتک په نوم ۱۸ کلنه نجلۍ چې د نجونو ښوونځیو له شپږم د پورته ټولګیو زده‌کړو له ځنډېدو وروسته یې د دیني علومو، انګليسي ژبې او کمپیوټر زده‌کړو ته مخه کړې، هیله‌منه ده چې د ښوونځي دروازې به د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

بدخشان کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

بدخشان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.

فقر او بې‌وزلي؛ نرګس: که د ګاونډیو مرسته نه وي، ممکن ډېری وخت درې وخته خواړه ونه لرو

نرګس هغه نجلۍ چې په یوه خصوصي ښوونځي کې صفاکاري کوي، له بې‌وزلۍ او فقر شکایت لري او وایي، پر څلور زره افغانۍ تنخوا په ډېرې سختۍ سره ژوند تېروي، له شتمنو کسانو غوښتنه کوي څو ورسره مرسته وکړي.

له محدودیته تر بریا؛ کابل کې یوه نجلۍ چې د انلاین سوداګرۍ له لارې ځان‌بسیاینې ته رسېدلې

کابل کې د نرګس بدر په نوم یوه نجلۍ چې د انلاین کاروبار په پیلولو سره یې د زده‌کړو محدودیتونه د ځان لپاره پر یوه فرصت بدل کړي؛ نه یوازې له اقتصادي پلوه ځان‌بسیاینې ته رسېدلې، بلکې یو شمېر نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

د سکینې په نوم د هغې نجلۍ کیسه چې به بدو کې ورکړل شوې؛ «نجونې مه قرباني کوئ»

د ښوونځي اووم ټولګی یې پای ته نه و رسولی، لا یې هم ماشومانه هیلې یې درلودې او د کتابونو پاڼو کې یې خپل کوچني او لوی خوبونه لټول، خو پخواني رواجونو یې کتابونه وتړل، قلم یې ترې واخیست، په داسې یوه حالت کې یې پرېښوده چې د انتخاب هيڅ حق یې نه‌ درلود.

نور راپورونه