Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له محدودیته تر بریا؛ کابل کې یوه نجلۍ چې د انلاین سوداګرۍ له لارې ځان‌بسیاینې ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): کابل کې د نرګس بدر په نوم یوه نجلۍ چې د انلاین کاروبار په پیلولو سره یې د زده‌کړو محدودیتونه د ځان لپاره پر یوه فرصت بدل کړي؛ نه یوازې له اقتصادي پلوه ځان‌بسیاینې ته رسېدلې، بلکې یو شمېر نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

نرګس بدر چې پر ټولنیزو پاڼو د «نارسیس ناشناس» په مستعار نوم فعالیت لري، کابل کې د عایشې درانۍ له عالي لېسې فارغه شوې او هیله‌منه وه څو د کابل پوهنتون روانشناسي پوهنځی ولولې، خو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو له تړل کېدو سره یې که څه هم د زده‌کړو د دوام هیلې پوره نه شوې خو په کلک هوډ یې د ځان د پرمختګ لپاره نوې لار غوره کړه.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه هېواد کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې وځنډول شوې او وروسته د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د لوړو زده‌کړو ځنډولو امر هم وشو.

د اسلامي امارت چارواکو په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو لوړو زده‌کړو ځنډېدو پر مهال ویلي وو، د دې موضوع هواري لپاره پر یوه طرحه کار کوي چې تر بشپړېدو وروسته به یې په ښوونځو او پوهنتونونو کې نجونو ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړل شي، خو د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو سره لا هم دا ستونزه تر اوسه نه ده هواره شوې.

د یوې نوې لارې پیل

نرګس بدر د پژواک خبري اژانس له خبریال سره خبرو کې وايي چې دوه کاله مخکې یې خپل انلاین کاروبار پیل کړ او اوس یو برنډ لري او د خپلو تولیداتو لکه ګاڼو او په لاس ګنډلو دستکولونو د پلور لپاره د انسټاګرام او ټیک‌ټاک په ګډون په ټولنیزو شبکو کې فعالیت کوي.

هغې زیاته کړه: «انسان یو داسې موجود دی چې بقا ډېره ورته مهمه ده او کله یې چې بقا له خطر سره مخ کېږي، نو خامخا ډېر اغېر پرې لري او اندېښمن کېږي، ویلای شم په لومړیو کې منل زما لپاره هم سخت وو، خو ورو ورو ورسره عادت شوم، تر ډېره به مې کتابونه لوستل، پوهاوی کولای شي له موږ سره ډېره مرسته وکړي، فکر کوم هغه څه چې زه یې له ستونزو را وایستم، پوهاوی و.»

هغې زیاته کړه چې په یاده موده کې یې د ارواپوهنې کتابونه او رومانونه ډېر لوستي او د الیف شافاک اثر «ملت عشق» او د پونه مقیمي اثر «تکه‌های از یک کل منسجم» یې هغه کتابونه یاد کړل چې دې ته یې د مطالعې انګېزه ورکړې ده.

هغې څرګنده کړه چې د لوړو زده‌کړو لپاره یې کابل پوهنتون خوښ دی او که اوس هم د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي، چمتو ده چې ازموینه ورکړي او دغه ځل به هم د ارواپوهنې پوهنځی وټاکي.

نوموړې وویل چې کار یې (انلاین سوداګري) د دې او شاوخوا کسانو په ژوند کې ډېر بدلونونه راوستي، سره له دې چې په پیل کې د امکاناتو له کمښت سره مخ وه؛ خو بریالی شوه او په دغه وضعیت کې ځان پیاوړی بولي.

نرګس د کار پر وړاندې یې د رامنځته شوو ننګونو په اړه هم وویل: «د کار په هغه بازار کې چې موږ غوښتل شروع یې کړو، داسې یو کار نه و، موږ د لومړنیو موادو له کمښت سره مخ وو، دا چې کیفیت زموږ لپاره ډېر مهم، ومو نه شو کولای په هغه کیفیت چې موږ غوښتل، کار وکړو او پیدا یې کړو، دا یوه ستونزه وه.»

نوموړې څرګنده کړه چې په پیل کې یې پانګه شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ زره افغانیو پورې وه او د خپل کار لومړني مواد یې له دې امله چې په کابل کې ورته لاسرسی نه کېده، له یوه ګاونډي هېواده راواردول.

د یادې متشبثې نجلۍ په وینا، لومړنی عاید یې چې ترلاسه کړ، ډېره زیاته خوشحاله وه او په وینا یې چې په هيڅ کار کې باید څوک تسلیم نه‌شي څو یوې پایلې ته ورسېږي؛ ځکه اوس توانېدلې له ۲۰ تر ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هغې په وینا، څه کم دوه کاله یې د انلاین کار برخه کې مطالعه وکړه چې له کوم ځایه یې پيل کړي، څه داسې تولید کړي یا یې کار وکړي چې د خلکو اړتیا وي او په دې برخه کې یې ډېر د ایران هېواد له سوداګرو الهام اخیستی دی.

نوموړې زیاته کړه چې ډېری پېرېدونکي یې ښځینه دي؛ ځکه لاسي صنایع او سینګارتوکي تر دېره په نجونو پورې اړه لري او خپل محصولات د کارګو په وسیله ټول افغانستان او ان له هېواده بهر ته لېږي.

نرګس هیله لري چې په راتلونکي کې خپل کاروبار پراخه کړي او له هېواده بهر هم څانګې پرانیزي او هغه دغه‌راز اراده لري چې افغان مېرمنو لپاره د کار زمیني برابرولو برخه کې لا ډېر فعالیت ولري.

نوموړې په یوه پیغام کې د افغانستان ښځو او نجونو ته وايي: «خپل ژوند داسې مخکې یوسئ چې هېڅ هیله مو په زړه کې پاتې نشي او تر هرې اندازې چې کولای شئ خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ.»

دا یوازې نرګس نه ده چې په وروستیو کلونو کې یې انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې، بلکې ډېر شمېر نجونو او مېرمنو له رامنځته شوو شرایط وروسته خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره د انلاین کاروبار په ګډون د زده‌کړو نوې لارې او کاري فرصتونه ټاکلي دي.

ورته مهال، رسنیزې فعالې سوریا یوسفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د محدودیتونو له وضع کېدو وروسته یو شمېر نجونو انلاین کاروبار ته مخه کړې او د بېلابېلو پلتفرمونو لکه فیسبوک، انسټاګرام او واټساپ له لارې خپل محصولات معرفي کوي او پلوري یې.

افغانستان کې انلاین کاروبار ډېره مخینه نه‌لري خو نجونو سره مرسته کولای شي څو له دې لارې خپل مهارتونه وروزي، ورځنی اقتصاد یې ښه شي، عاید ولري او د ناهیلۍ له حالته هم ووځي خو دا یې دایمي حل لاره نه ده.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا هم وویل چې انلاین سوداګري په نړۍ کې یو تر ټولو ډېر عاید لرونکی کاروبار دی او مېرمنو، په ځانګړې توګه افغان مېرمنو لپاره یې ځانګړی فرصت برابر کړی دی.

د هغه په خبره، دا کار د حکومتونو ملاتړ ته جدي اړتیا لري او کله چې حکومت یادو مېرمنو ته مالي سرچینې په واک کې ورکړي، هغوی خپل کسب او کار ته پراختیا ورکولای شي.

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وزارت تل په ټولو برخو کې د متشبثو مېرمنو ملاتړی دی.

هغه وویل چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې زرګونه مېرمنې د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې پر کار بوختې دي.

جواد څرګنده کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یادو مېرمنو د پانګونې د ودې لپاره په ټولو نندارتونونو کې هغوی ته د پام وړ برخه وکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، هېواد کې د ښځینه سوداګرو ۶۵ سلنه انلاین سوداګري هم لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.