ژبه

په هرات کې د یوې شپږ کلنې نجلۍ د نکاح مخه ونیول شوه

توسط بنیامین بارز

مې 25, 2026 - 3:12 pm

Views: 16

هرات (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د هرات ولایت د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي، په هرات ښار کې یې د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پای ته رسولو په بدل کې د یوې شپږ کلنې نجلۍ د نکاح مخه نیولې ده.

د هرات ولایت د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو رئیس شیخ عزیزالرحمن المهاجر وایي، دوو کورنیو غوښتل چې د خپلمنځي دښمنۍ د پای ته رسولو په موخه دغه نجلۍ د مقابل لوري کورنۍ ته په نکاح ورکړي؛ خو د یاد ریاست منسوبینو د موضوع له خبرېدو وروسته سملاسي مداخله وکړه او د دې نکاح مخه یې ونیوله.

هغه وویل چې د دې قضیې عاملین د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د هغه په وینا، د دښمنۍ پای ته رسولو په بدل کې نکاح په اسلامي شریعت کې هېڅ اصل او ځای نه لري او دا عمل د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو خلاف هم دی.

بلخوا، د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکو د دغه ریاست د منسوبینو د پر وخت اقدام هرکلی او د ورته پېښو د جدي څېړنې غوښتنه کوي

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکی امید رحماني، د دغه ریاست د منسوبینو د پر وخت اقدام هرکلی کوي او وایي چې د داسې مواردو مخنیوی کولای شي د ښځو د حقونو له نقض، کورنیو تاوتریخوالو او جدي ټولنیزو ستونزو مخه ونیسي او مسوول بنسټونه باید دې برخه ته لا جدي پاملرنه وکړي.