ژبه

کابل کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ لسګونو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

کوثر مصباح

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۵

Views: ۳۸

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د کابل ښار د چهل‌دختران سیمې په یوه کوچني زاړه کور کې چې په لرګیو پوښلي چتونه لري، هره ورځ له سلو ډېر ماشومان د زده‌کړو لپاره راټولېږي؛ هغه ښوونیز مرکز چې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ یې د رضاکارو ښوونکو په همکارۍ اداره کوي.

پژواک خبري اژانس دا ځل د «ائینۀ زن» خپرونه کې د هغې نجلۍ کیسه رااخلي چې د نجونو ښوونځیو له شپږم د پورته ټولګیو له تړل کېدو وروسته خپلو زده‌کړو ته دوه کاله په انلاین بڼه دوام ورکړ او ترڅنګ یې د خپلې سیمې له زده‌کړو بې‌برخې ماشومانو ته یو ښوونیز مرکز هم جوړ کړ.

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د چهل‌دختران غره اوسېدونکې سمیرا احمدي وایي: «وروسته له هغه چې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ټولګي وتړل شول، ومې کولای شول د خپلو زده‌کړو پاتې دوه کاله په انلاین ډول دوام ورکړم، سږ کال مې د کاناډا له یوه کالجه بورس هم ترلاسه کړ او اوس هم په انلاین ډول زده‌کړې کوم.»

د ښوونیز مرکز د جوړېدو انګېزه

سمیرا وایي، له ماشومتوبه یې لېوالتیا لرله چې ښوونکې شي او تل یې فکر کاوه چې څنګه دې موخې ته ورسېږي.

هغه چې تر لسم ټولګي پورې یې د کابل د دشت برچي سیمې په سیدالشهدا لېسه کې زده‌کړې کړې، وایي: «د ۱۴۰۰ کال د غويي په ۱۸مه زموږ په ښوونځي کې یوه پېښه وشوه چې لسګونه ټولګیوال او ملګري مو پکې شهیدان شول. ماشومانو ته د زده‌کړو د یوه ځای جوړولو مفکوره مې هم له هماغې پېښې راپیدا شوه. په یاده پېښه کې مې د ماشومتوب یوه نږدې ملګرې هم له لاسه ورکړه… همدا لامل شو چې پرېکړه مې وکړه دلته ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړم، څو لږ تر لږه د چهل‌دختران غره ماشومان زموږ په څېر ماشومتوب ونه لري، دلته راشي او له غوره زده‌کړو برخمن شي؛ ځکه زموږ له کورونو ښوونیز مرکزونه ډېر لري دي.»

د هغې په خبره، په یاده پېښه کې د چهل‌دختران غره یو شمېر اوسېدونکي هم قرباني شوي وو.

سمیرا له یادې پېښې وروسته په خپل کور کې یو کوچنی ټولګی جوړ کړ او د ګاونډیو له ماشومانو سره یې په زده‌کړو کې مرسته کوله، خو اوس هغه کوچنی ټولګی د «عترت» په نوم پر یوه ښوونیز مرکز بدل شوی چې په کې د ۶ تر ۱۵ کلونو پورې شاوخوا سلو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده. په دغه مرکز کې ۱۵ ښوونکي په رضاکارانه توګه تدریس کوي.

هغې وویل: «دلته چې اوس موږ پکې تدریس کوو، یو ټولګی او یوه دهلېز لري او له دواړو ځایونو د درسي ټولګي په توګه استفاده کوو. په دغه ښوونیز مرکز کې د ښوونځي د مضمونونو ترڅنګ، ماشومانو ته قران‌کریم، انګلیسي ژبه او نقاشي هم ورزده کېږي.»

سمیرا زیاتوي: «زما موخه دا ده چې ماشومان ښې زده‌کړې او وده وکړي. د دې سیمې ډېری خلک بې‌سواده دي، د کتاب لوستلو دود او د علم ارزښت پکې لا ډېر نه دی دود شوی. د چهل‌دختران غره ډېری اوسېدونکي د بغلان، بامیان او دایکنډي ولایتونو هغه کډوال دي چې د وچکالۍ له امله دې سیمې ته راغلي او د ډېرو لپاره زده‌کړو چندان اهمیت نه درلود.»

د هغې په خبره، د اقتصادي ستونزو له امله د دغه مرکز ډېری زده‌کوونکي وړیا زده‌کړې کوي او له یو شمېر نورو څخه د ټولګیو د کرایې لپاره تر ۱۰۰ افغانیو پورې لږ فیس اخیستل کېږي.

د «عترت» ښوونیز مرکز راتلونکی

سمیرا وایي، دغه مرکز یې په محدودو امکاناتو رامنځته کړ، خو د کورنیو په ملاتړ، د رضاکارو ښوونکو په همکارۍ او د زده‌کوونکو په لېوالتیا یې تر اوسه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

هغې وویل: «زما هیله دا ده چې یوه ورځ عترت د یوه لوی ښوونځي په کچه ووینم؛ داسې ځای چې نن یې له سلو ډېرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، په راتلونکي کې زرګونو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابر کړي.»

د عترت ښوونیز مرکز یوه ښوونکې بینظیر وایي، سره له دې چې کور یې له دغه مرکزه ډېر لرې دی، خو له تدریس سره د مینې له امله هره ورځ راځي؛ ځکه غواړي ماشومان ښې زده‌کړې او وده وکړي.

هغې وویل: «لومړۍ ورځ چې عترت ته راغلم، هغو زده‌کوونکو چې هيڅ یې نه پېژندلم، ماته یې “استاده” وویل؛ هماغه شېبه مې ډېر ښه احساس وکړ، ډېر خوشحاله شوم، وروسته مې پرېکړه وکړه چې په عترت کې پاتې شم او د ماشومانو د زده‌کړو لپاره هڅه وکړم.»

د سیمې د اوسېدونکو رضایت

سمیرا وایي: «خلک ما د “سمیرا او د هغې د ماشومانو” په نوم پېژني؛ کولی شم ووایم چې اوس له سلو ډېر ماشومان لرم او د یوې مور په څېر تل د هغوی د روغتیا او زده‌کړو په اړه اندېښمنه یم.»

هغې د دغه مرکز د وضعیت په اړه وویل: «تاسو وینئ چې عترت یو کوچنی ځای دی، د لرګیو چت او زاړه دېوالونه لري، خو په ژمي کې تل اندېښنه راسره وي چې هسې نه یوه ورځ یې چت راولوېږي.»

بل‌خوا، د سیمې یوه اوسېدونکې بي‌بي زینب وایي، دا او مېړه یې سواد نه لري، نو نه شي کولای له خپلې لور سره په درسونو مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه: «لور مې هره ورځ همدغه ځای ته راځي، خپل درسونه تعقیبوي او ترڅنګ یې قران‌کریم هم زده کړی دی. سمیرا جان زموږ د ماشومانو لپاره د یوې مور په څېر خدمت کوي.»

یوه زده‌کوونکې: زموږ ښوونکې ډېره مهربانه ده

راضیه چې د دغه مرکز د درېیم ټولګي زده‌کوونکې ده، وایي: «قران‌کریم لولم، د ښوونځي درسونه وایم، زموږ ښوونکې ډېره ښه او ډېره مهربانه ده.»

د ښوونیزو چارو د کارپوه نظر

د ښوونیزو چارو کارپوه جمال‌الدین سلیماني په کورونو کې د ښوونیزو مرکزونو جوړېدل مثبت ارزوي او وایي: «په کورونو کې د ښوونیزو مرکزونو جوړول ستایم او دا یو مثبت ګام ګڼم.»

د هغه په باور، دا ډول نوښتونه اغېزناک تمامېدای شي؛ ځکه هغه ماشومان چې په کورنۍ کې د زده‌کړو مرسته کوونکی نه لري، په دغو مرکزونو کې کولای شي خپل درسونه تعقیب کړي، لا ډېر څه زده کړي او وده وکړي.

هغه زیاتوي، دا ډول مرکزونه د والدینو لپاره هم زده‌کړو ته لاسرسی اسانه کوي او د هغوی باور زیاتوي.

نوموړی وایي، د وخت د محدودیت، د تګ‌راتګ، ترانسپورټ او نورو ستونزو د نه شتون له امله، ماشومان کولای شي په ښه او اغېزناک ډول زده‌کړې وکړي.

هغه وایي، په ټوله کې د یوې ځوانې نجلۍ له‌خوا د داسې ښوونیز مرکز جوړول له زده‌کړو د بې‌برخې ماشومانو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو برابرولو برخه کې یو مثبت ګام دی او د ملاتړ او هڅونې وړ دی.