کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): کابل کې د ناز رحیمي په نوم یوه نجلۍ له انلاین زدهکړو په استفادې او پرلهپسې هڅو سره توانېدلې چې د ګرافیګ ډیزاین برخه کې مهارت ترلاسه کړي. هغه اوس پخپله د زدهکړو او پر ځان باور پیدا کولو برخو کې د نورو افغان نجونو لپاره په یوه بېلګه ګرځېدلې ده.
ناز رحیمي د کابل ښار د قعلهفتحالله سیمې اوسېدونکې ده؛ هغه په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې د کابل ښار د زرغونې له عالي لېسې په لوړه درجه فارغه شوې ده.
هغې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ښوونځي له دورې یې هیله لرله د ګرافیک ډیزان برخه کې لوړې زدهکړې وکړي، خو تر بل امر پورې ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته پر کور کېناسته او په لومړیو کې یې فکر کاوه چې خپلې هیلې ته به ونه رسېږي.
خو د ناز پرلهپسې هڅې د دې لامل شوې چې هغه خپلې هیلې ته ورسېږي او اوس په دې برخه کې په بریاليتوب مخکې ځي.
ناز څه ډول بریاليتوب ته ورسېده؟
هغې وویل، ځینې ورځې یې فکر کاوه چې څه ډول کولای شي ګرافیک ډیزاین زده کړي، څو دې نتیجې ته ورسېده چې د یوټیوب له لارې د ګرافیک زده کولو ويډیوګانې وګوري او زده یې کړي.
هغې زیاته کړه: «ټول هغه کارونه چې اوس یې ترسره کوم، له یوټیوبه مې زده کړي او په نږې دوو کلونو کې مې زده کړي چې اوس دې کچې ته رسېدلې یم.»
له ننګونو بیا په ویډیویي کارونو کې تر خلاقیته
ناز د زدهکړو پر مهال د خپلو ستونزو په اړه وویل: «په لومړیو کې مې انټرنېټ ته په لاسرسي کې ډېرې ستونزې لرلې، موبایل او کامرې ته مسلکي لاسرسی ډېر سخت و؛ خو کورنۍ مې دې خیر یوسې چې په دې برخه کې یې راسره مرسته وکړه او یو لبټاپ یې راته واخیست. دا چې د ویډیو اخیستل مې زده وو، خو بیا هم ډېر وخت عکسخونو ته تلم څو وګورم چې هغوی څه ډول عکاسي او فلمبرداري کوي څو ښه یې زده کړم. پر یوه ویډیو به مې څو شپې زحمت ایست څو وکولای شم یو جالب او خلاقانه شی جوړ کړم.»
نوموړې وايي، هڅه کوي چې دا رشته په علمي او مسلکي توګه زده کړي او د همدې لپاره د بورسیو په لټه کې ده.
د هغې په وینا، ګرافیک ډیزاینران د دې رشتې له لارې بصري کارونه لکه د لوګو جوړول، بصري هویت، اعلانونه (پوسټر، بنر، بروشور)، د لوګو ډیزاین، ویزټ کارت، کتاب، موشن ګرافیک او نور کارونه ترسره کوي.
افغانستان کې د بومي ډیزاینونو دودولو لپاره د ناز هڅې او نوښت
ناز چې دا مهال د ځینو شرکتونو د محصولاتو لوګو کې بدلون راولي او ځینې لوګوګانې په دري ژبه ډیزاینوي وايي: «د ډېرو خلکو لپاره دا پوښتنه وي چې زه خپلې ویډیوګانې چېرته ثبتوم. زه ټولې ویډیوګانې یا کور یا له کوره بهر ثبتوم. خير دې یوسي زموږ هېوادوال چې موږ ته دا فرصت راکوي څو د دوی په سوپر مارکېټونو کې خپلې ویډیوګانې ثبت کړم.»
هغه چې اوس توانېدلې د خپلو مینهوالو منځ کې ښه ځای ومومي وايي: «کله مې چې غوښتل دا کار پیل کړم، ډېرې لارې مې وازمویلې څو پایله د لیدونکو لپاره جالبه او بېسارې وي. په دې لاره کې مې ډېر زحمت وایست. ډېر لومړني کانسپټونه مې له بدهمرغه هغه ډول بریالي نه وو لکه څنګه چې ما غوښتل خو بیا مې هم هڅه وکړه څو نوې او بېسارې طرحه جوړه کړم چې په افغانستان کې د نوښت بېلګه وبلل شي.»
هغه زیاتوي: «اوس د هر محصول پر طرحه او ډیزاین د کار کولو پر مهال داسې بدلونونه رامنځته کوم چې ټول تولیدات مو بشپړ بومي او افغاني وي. زه غواړم د محصولاتو پر بستهبندۍ زموږ دري او پښتو ژبې ولیکل شي؛ ځکه دا مهال مو ډېری محصولات په ایران کې ثبتېږي او د تبلیغاتي ویډیوګانې یې خپرېږي یا د هغوی طرحې د ایراني او پاکستاني ډیزاینرانو له خوا جوړېږي؛ په داسې حال کې چې موږ په خپل هېواد کې ډېر وړ او خلاق ګرافیک ډیزاینران لرو.»
د لومړۍ کاري تجربې خاطره
ناز د خپلې لومړۍ کاري تجربې یادونه داسې کوي: «په پیل کې کله چې مې خپله لومړۍ ویډیو جوړه کړه، ان له خپلې کورنۍ سره مې هم شریکه نه کړه. له ځان سره مې وویل، وګورم چې نتیجه ورکوي که نه؟ خو کله مې چې اپلوډ کړه، و مې لیدل چې ډېر لیدونکي لري او همدا د دې لامل شو چې بېلابېلې کانسپټونه جوړ کړم.»
هغې چې ویل یې هيڅکله د نورو له ډیزاینونو څخه تقلید نه کوي زیاته کړه: «زه خپله هڅه کوم چې دا ټولې طرحې نوې او متفاوتې جوړې کړم. کله داسې هم کېږي چې د یوه کانسپټ لپاره یوه بشپړه ورځ فکر کوم څو ډاډه شم چې دا نوې او خلاقانه ده او د بل چا کاپي نه ده.»
ناز د نجونو د روزنې او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي
ناز هڅه کوي چې خپله مسلکي او علمي پانګه نورو نجونو ته هم ولېږدوي څو نورې نجونې هم په دې برخه کې زده کړه وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي.
هغې زیاته کړه: «ډېره لېوالتیا لرم چې نجونو ته درس ورکړم؛ یوې ډاکټرې راته پیغام کړی و چې زه ډاکټره یم خو ستا کار مې ډېر خوښېږي او غواړم زده یې کړم. ځینې نجونې په مجازي پاڼو کې پیغام راته پرېږدي چې زده کړه ورکړم.»
نورو نجونو ته د ناز پیغام
ناز: «په پای کې مې ټولو نجونو ته پيغام دا دی چې بریالی کس هر چېرته چې وي او هرې ستونزې سره چې مخ وي، بیا هم ځان بریالیتوب ته رسوي. باید پر ځان باور ولري، باید هڅه وکړي څو بریالیتوب ته ورسېږي.»
ناز د خپلې کورنۍ د ویاړ لامل ده
د ناز پلار عبدالنبي رحیمي پژواک ته وویل، پر خپلې لور ویاړي چې داسې ځای ته رسېدلې او په دې توانېدلې چې له کوره د یوټیوب له لارې ګرافیک ډیزاینینګ زده کړي.
هغه زیاته کړه چې لور یې د ښوونځي له وخته له یادې رشتې سره لېوالتیا درلوده او کله چې یې د زده کولو پرېکړه وکړه ملاتړ یې ترې وکړ.
د ناز پلار له نورو میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو لوڼو ملاتړ وکړي څو له هرې ممکنه لارې علم زده کړي.
هغه وايي: «د ګرافیک ډیزاین کار یو تخنیکي کار دی او مېرمنې باید په دې برخه کې ډېر زیار وباسي، خو دغه رشته هم مېرمنې او هم نارینه مخ ته وړلای شي.
کارپوه: کورنۍ دې خپلې لوڼې زدهکړو ته وهڅوي
د پوهنتون استاد جمشید احمدزی د ناز له هڅو په ستاینې وویل، کومې نجونې چې د ځینو لاملونو له امله له زدهکړو بېبرخې پاتې دي، کولای شي له انلاین زدهکړو په استفادې خپل مهارتونه لوړ کړي او ځان، کورنۍ او هېواد ته خدمت وکړي.
هغه ټینګار کوي چې تحصیل کړې نجونې کولای شي خپل علم بل نسل ته ولېږدوي او له انلاین سرچینو ګټه اخیستل د ښځو د پرمختګ او افغانستان د پرمختګ لپاره ارزښتمن فرصت دی.
هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم په داسې شرایطو کې له انلاین او له هغو پراخو سرچینو چې په انټرنېټ کې شته، په ځانګړې توګه نجونو او ښځو ته یو ډېر ښه فرصت او زمینه ده څو خپل فردي مهارتونه لوړ کړي او د اسلام تر بیرغ لاندې خپل ځان او هېواد ته خدمت وکړي.»
نوموړي له کورنیو وغوښتل چې له خپلو نجونو ملاتړ وکړي او ویې هڅوي څو له هرې ممکنه لارې زدهکړې وکړي او لاس ترې وانه خلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP