تخار کې یوه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې ده
د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تخار کې یوه نهه کلنه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د تښتونې په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تخار کې یوه نهه کلنه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د تښتونې په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.
تخار کې امنیتي سرچینې وایي، نامعلومو کسانو د یاد ولایت په خواجهغار ولسوالۍ کې یوه ۲۱ کلنه نجلۍ وژلې ده.
د لغمان امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې يوه ١٤ کلنه نجلۍ له تښتوونکو ژغورل شوې او په تړاو يې دوه کسان هم نيول شوي دي.
په جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د هغې ۱۳ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې دوه ورځې مخکې په شبرغان ښار کې ورکه شوې وه.
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه خصوصي روغتون مسوولين وايي، دغه ولسوالۍ کې د عادلې په نوم یوه شپاړلس کلنه نجلۍ له لومړنیو معایناتو وروسته هلک ثابت شو.
د کندوز امنیه قومانداني وايي، یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د دغه ولایت د درېیمې حوزې اړونده سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په کندوز ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح چې پنځوس کلن سړی ته ودېده، مخه نیولې ده.
۱۸ کلنه زینب چې د ورځې په کور کې د خپل ښوونځي درسونه وايي او د شپې پر غالۍ اوبدلو بوخته وي، هیله لري چې د ښوونځي دروازه یې یو ځل بیا پرمخ پرانیستل شي.
د فاریاب پولیس وايي، یوه شپږ کلنه نجلۍ پر ټوپک د لوبو پر مهال د ناڅاپي ډز له امله وژل شوې ده.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو د شمالي کوتل دروازه کې یوه ماشومه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.
په تخار ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ چې غوښتل یې له وسلې سره انځور واخلي، ځان وژلې ده.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوې نجلۍ د خپلې خوښې هلک ته د نه کوژده کېدو له امله د تریاکو په خوړلو ځانوژنه کړې؛ خو امنیتي چارواکي وايي، نجلۍ د میرګي ناروغي لرله او ځان یې وژلې ده.
په هرات کې امنیتي سرچینو د هرات ښار د دوولسمې ناحیې اړوند په یوه سیمه کې، د یوې نجلۍ د مړي د موندلو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري هغه ځوان نيول شوی چې د ښځينه وو په نوم فېسبوک اډيانو له لارې يې له خلکو پيسې ترلاسه کولې.
د کونړ والي وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت د استخباراتو ریاست لهخوا یوه نجلۍ چې شاوخوا اتلس میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوې وه، د سړي تښتوونکو له بنده راخوشې شوه.
په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د یوې ځوانې نجلۍ په دار ځړولو خبر ورکو او وایي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
د کندهار چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالي کې یې له یوې ۷۰ متره څا څخه د یوې کوچنۍ نجلۍ مړی را ایستلی دی.
په کابل ښار کې یوه کورنۍ وایي چې د دغه ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمې د تلاشۍ په یوه چک پاینټ کې یې پر موټر ډزې شوې او یوه پېغله لور یې په کې وژل شوې ده.
مسوولین وايي چې د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې یې د اختطاف په تور یو کس نیولی او یوه نجلۍ یې هم د هغه له بنده راخوشې کړې ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت…