ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوې نجلۍ د ژوند کیسه چې د ورځې درس وايي او د شپې غالۍ اوبي

د یوې نجلۍ د ژوند کیسه چې د ورځې درس وايي او د شپې غالۍ اوبي

author avatar
21 Dec 2022 - 17:43
د یوې نجلۍ د ژوند کیسه چې د ورځې درس وايي او د شپې غالۍ اوبي
author avatar
21 Dec 2022 - 17:43

بامیان (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): ۱۸ کلنه زینب چې د ورځې په کور کې د خپل ښوونځي درسونه وايي او د شپې پر غالۍ اوبدلو بوخته وي، هیله لري چې د ښوونځي دروازه یې یو ځل بیا پرمخ پرانیستل شي.

نوموړې د بامیان ولایت د مرکز اړوند د «جګرخېلو» کلي اوسېدونکې ده او له څه باندې یوه کال راهیسې له زده‌کړو پاتې ده.

هغه له خپلې مور او ورور سره په يوه کوچنۍ کورنۍ کې د بېوزلۍ ژوند تېروي او د سيداباد د نجونو لېسې د يوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده، خو له يوه کال ډېر وخت کېږي چې له ښوونځي پاتې ده.

که څه هم زینب د خپل پلار په نه شتون کې له کړاوونو ډک ژوند تېر کړی دی، خو بیا هم لوړې هېلې لري.

هغه د شپې له خوا له خپلې مور او ورور سره پر غالۍ اوبدلو بوخته وي او له دې لارې د خپلې کورنۍ او ژوند لګښتونه پوره کوي، خو بیا هم خپلې زده‌کړې د شخصي کورسونو له لارې پرمخ وړي.

زینب د زده‌کړو او علم تږې ده، که څه هم ښوونځي تر اوسه بند دي، له پلاره لرې‌والي یې د ژوند خوږې شېبې نورې هم ترخې کړې دي.

دغه‌راز، بېوزلي او اقتصادي ستونزې د زینب د ژوند نورې سختۍ دي؛ خو نوموړې په خپل لوړ همت سره د ټولو ستونزو پر وړاندې مبارزه کوي او شپه او ورځ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.

د زینب یو همېشنی درد له پلاره یې جلا کېدل دي.

نوموړې په ماشومتوب کې خپل یوازینی ملاتړی او تکیه له لاسه ورکوي او په داسې شرایطو کې چې تر بل هر وخت ډېر یې د مور او پلار مینې او همکارۍ ته اړتیا درلوده، د تل لپاره د پلار د محبتونو له نعمته بې برخې کېږي.

د زینب مور د خپل خاوند غمجنه کیسه داسې بیانوي: «د زینب پلار چې د کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی و، په بازار کې یې د کارګرۍ له لارې د خپلې کورنۍ د ورځني ژوند لګښتونه پوره کول.»

هغې زياته کړه، مېړه يې د معمول په څېر هره ورځ بازار ته تله چې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي، څو د یو کار له لارې وکولای شي، ډک لاس کور ته راستون شي.

د زينب مور زياته کړه: «يوه ورځ د شپې تر ناوخته مې د مېړه احوال معلوم نشو، په کور کې ټلیفون هم نه و چې اړیکه ورسره ونیسم، د معمول خلاف ناڅاپه لرې او نږدې ګاونډیان زما کور ته راغلل او په خاموشه ژبه یې په خپلو څېرو سره د زینب د پلار زړه بوږنوونکي او بد پیغامونه د هغه کورنۍ ته وویل.»

هغې وويل، دغه حالت یې اندېښنه او وېره نوره هم ډېره کړې وه او هره شېبه د یو ښه خبر په تمه و، خو له بده‌مرغه يو ساعت وروسته خبرېږي چې د زينب پلار په ځانمرګي بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د تل لپاره یې خپله کورنۍ پرېښودلې ده.

له هغه دوه اولادونه پاتې دي، خو مور یې خپل مشر اولاد چې زینب نومېږي، په ښوونځي کې شاملوي، څو په راتلونکي کې د خپل پلار ځای ونیسي او د کورنۍ نفقه برابره کړي. دغه‌راز، د زینب مور د تېرو جګړو د یوه قرباني په توګه، هیله لري چې په هېواد کې سراسري سوله راشي او د کورنۍ غړي يې له ترخو تجربو لرې وکولای شي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

زینت په لوړ همت او کلکو ګامونو سره تل هڅه کوي چې یوه ورځ یې د مور هیلې پوره شي؛ له بلې خوا، اړ ده چې د شپې له خوا غالي و اوبي، څو ورځني لګښتونه پوره شي. نوموړې د سيداباد د نجونو په لېسه کې خپلو زده‌کړو ته تر يوولسم ټولګي پورې دوام ورکوي او په خپلو هڅو سره په ټولګي کې د یوې ممتازې زده‌کوونکې لقب خپلوي.

نوموړې هيله درلوده چې يوه ورځ د قابله‌ګۍ څانګې ته بریالۍ شي او د يوې قابلې په توګه وکولای شي په لرو او محرومو سيمو کې خپلو خلکو ته د خدمت جوګه شي؛ ځکه د هغې په باور، د لرو سيمو خلک په ځانګړې توګه ښځې ان له ډېرو لومړنیو امکاناتو هم برخمن نه دي او ټولنیز قشرونه تر ټولو ډېر، مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

اوس خپله د چارواکو مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري، څه باندې یو کال کېږي چې زینب د ښوونځیو د تړل کېدو له امله له درسونو او زده‌کړو محرومه ده، خو هیله لري چې یوه ورځ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او بېرته خپلې زده‌کړې او تعلیم ته دوام ورکړي او خپلې پخوانۍ هیلې چې له کلونو راهیسې یې په زړه کې ګرځوي، تعقیبې کړي.

Visits: 135

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.