ژبه

په اروزګان کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوې نجلۍ د خپلې خوښې هلک ته د نه کوژده کېدو له امله د تریاکو په خوړلو ځان‌وژنه کړې؛ خو امنیتي چارواکي وايي، نجلۍ د میرګي ناروغي لرله او ځان یې وژلې ده.

پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په دهزک سیمه کې شوې ده.

د دهراوود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په دهزک سیمه کې یوې اتلس کلنې نجلۍ له هغه وروسته د تریاکو په خوړلو ځان‌وژنه کړې چې کورنۍ یې د هغې په خوښه له یو هلک سره له کوژدې انکار کړی و.

هغه زیاته کړه، د هلک کورنۍ څو ځلې د نجلۍ کورنۍ ته په مرکې ورغلې وه، خو هر ځل د رد ځواب ورکړل شوی و.

سرچینه وايي، نجلۍ روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې ده.

د دهراوود ولسوالۍ ګڼو نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د نجلۍ د ځان‌وژنې لامل د کورنۍ له خوا یي د هغې په خوښه د کوژدې له کولو انکار وباله.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري اغا ولي قریشي د نجلۍ مړینه تاییدوي، خو وايي چې نجلۍ د میرګي ناروغي لرله او له همدې امله یې ځان‌وژنه کړې ده.

دغه‌راز، د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نجلۍ ځان‌وژنه د میرګي ناروغۍ له امله ګڼلې ده.

له دغه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په دهراوود ولسوالۍ کې یوې نجلۍ د میرګي پېري د حملې له کبله د تریاکو خوړلو په ذریعه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، امنیتي ځواکونه سیمې ته تللي او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې څو معلومه کړي چې نجلۍ ولې ځان وژنه کړې ده.»

پرله‌پسې هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د نجلۍ د کورنۍ د غړو نظر هم واخلو، خو خبرو ته حاضر نه شول.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې بیا په دغه ولایت کې یو کوژده شوې نجلۍ د خپل مېړه د مرګ د خبر له اورېدو وروسته ځان‌وژنه کړې وه.

ورته موضوع