Language

له پروانه تښتول شوې یوه نجلۍ په پنجشېر کې وموندل شوه

پاراخ (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): چارواکي وایي، له پروانه تښتول شوې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ نږدې یونیم کال وروسته په پنجشېر ولایت کې موندل شوې او په تړاو یې یو سړی او د هغه مېرمن نیول شوي دي.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد وایي، دغه نجلۍ د پروان ولایت له مرکزه د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له ‌خوا د خپلې مېرمنې په مرسته تښتول شوې وه او د عنابي ولسوالۍ په مرکز کې ایمرجنسي روغتون ته څېرمه په یوه استوګنځي کې ساتل کېده.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي چې دغه نجلۍ وموندل شوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې په تړاو تورن شخص د کابل ولایت د پنځلسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې نیول شوی او مېرمن یې چې د اختطاف د پلان جوړولو او عملي کولو په چارو کې یې فعاله ونډه لرله، په عنابې ولسوالۍ کې نیول شوې ده.

د هغه په وینا، دواړه نیول شوي کسان به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو او تښتول شوې نجلۍ به خپلو قانوني سرپرستانو ته وسپارل شي.