ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

29 Jun 2024 - 19:01
29 Jun 2024 - 19:01

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): تېره اونۍ، روسیې د دوحې ناسته د ا.ا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د رغنده رول لپاره مهمه وبلله، امریکا وویل چې استازي یې له افغان ښځو او مدني ټولنې سره د مانالرونکي تعامل په تړاو له ډاډمنېدو وروسته ګډون په کې کوي او د ا.ا ویاند وایي چې دې ناستې ته د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ورځي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • مجاهد: د دوحې غونډه کې ګډون مو د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه دی.
  • د دوحې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازي وربلل شوي، توماس وېسټ هم ګډون په کې کوي.
  • کابلوف: د دوحې غونډه به د ا.ا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ رغنده رول ولري.
  • دفاع وزارت پاکستان ته: هر څوک که زموږ پر حریم تجاوز وکړي، د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.
  • نیکاراګوا هېواد د افغانستان لپاره خپل سفیر معرفي کړ او ا.ا یې هرکلی وکړ.
  • م.م: افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی؛ ا.ا: درېیو کلونو کې د ۱۱۵زره روږدو درملنه شوې.
  • اسټرالیا له افغانستان سره ۲،۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یې دوه مهم وسله‌وال وژلي دي.

د بغلان د استخباراتو ریاست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو نن سهار د نهرین ولسوالۍ کهګدای کاریز درې او کجیرخانې په نوم سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړل چې په نتیجۀ کې یې د باغیانو دوه مهم قوماندانان عبدالصمد مشهور په حمزه او خیرو وژل شوي.»

ځايي چارواکي وايي، سرپل کې د ۲۰۹ الفتح څلورمې لوا د بلوک قوماندان د خپل زوی له لوري د کلاشینکوف په سهوي ډز وژل شوی او وسله‌والو غلو پروان کې یو ټکسي موټر غلا او چلوونکی یې ټپي کړی دی.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو فراه کې یو ملکي کس وژلی، سمنګان کې یو کس خپله مېرمن وژلې، کندهار کې یو کس د خپل زوم دواړه سترګې ایستلې او هلمند کې یوه ځوان خپل اویا کلن نيکه وژلی او تره یې ټپي کړی دی.

ځايي چارواکي وايي، غزني کې د یوه کس مړی موندل شوی او په همدغه ولايت کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په اړه د دوحې ناسته

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه، د روانې چنګاښ میاشتې په لسمه او یوولسمه جوړه شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې به د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی ګډون وکړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان بانک استازي او په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ‎شامل دي.

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلی وو، په دې غونډه کې چې مشري به یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله رزماري این‌ډي‌کارلو کوي، د دېرشو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

دغه راز، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ او رینا امیري هم ګډون کوي او دواړه په ياده غونډه کې له افغان ښځو او مدني ټولنې سره د مانالرونکي تعامل په تړاو له ډاډمنېدو وروسته، ګډون ته چمتو شوي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلی، د دوحې ناسته به په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره د افغانستان سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ رغنده رول ولري.

نن بيا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د دوحې غونډې ته د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ځي او هڅه کوي چې نړۍ د افغانستان پر وړاندې ښه دریځ او تعامل ته راوبولي.

هغه زیاته کړه: «دغه سفر له هيڅ لوري سره د دښمنۍ په معنا نه دی، بلکې له ټولو لورو سره د تعامل په نیت دی؛ هر فرصت چې د افغانستان د بهبود لپاره راځي، موږ غواړو ترې ګټه پورته کړو او هڅه کوو چې له نړۍ سره خپلې ستونزې حل کړو.»

د ده په وینا، په یاده غونډه کې یې د ګډون موخه دا ده چې د اسلامي امارت پیغامونه ورسوي او دا د پرېکړو کولو لپاره کومه غونډه نه ده.

له دې مخکې، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې د اجنډا پر ټکو او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان ادعا او د افغانستان غبرګون

تېره اونۍ، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له رسنيو سره په مرکه کې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په افغانستان کې حضور لري او که اړتیا وي نو په افغانستان کې دننه به هم پر پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي بریدونه وکړي.

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت په دې اړه ویلي: «د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هیچا په ګټه نه ده.»

سرچينې ویلی: «د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت په ډاګه کوي، که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.»

دغه راز، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلی: «موږ نه چا ته زیان رسوو او نه څوک پرېږدو چې موږ ته ضرر ورسوي. نه د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوو، دا زموږ تګ لاره ده. خو مخکې له دې چې څوک د دې ویاړمن ټاټوبي (افغانستان) پر لور کاږه وګوري باید د تېرو یرغلګرو تاریخ ښه مطالعه او عواقب یې وسنجوي.»

افغانستان ته د نیکاراګوا د نوي سفیر ټاکل

تېره اونۍ، د نیکاراګوا جمهوریت په لومړي ځل د افغانستان لپاره په بېجینګ کې غیرمستقیم سفیر وګوماره. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا د غیرمستقیم سفیر له ګومارنې سره هوکړه وکړه او هرکلی یې وکړ.

سرچینه، له نیکاراګوا جمهوریت سره د دیپلوماټیکو اړیکو رامنځ ته کېدل مثبت پرمختګ بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې لېوالتیا وړ برخو کې د اړیکو لا زیاتې پراختیا هیله کوي.

ويانا کې د ا.ا د مخالفو څېرو ناسته

تېره اونۍ، د اتریش په ويانا ښار کې د «ویانا درې ورځنۍ ناسته» ترسره شوه چې د اسلامي امارت ځینو مخالفو څېرو – چې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته بهر ته تللي – ګډون په کې کړی و.

د يادې ناستې یو شمېر ګډونوالو افغانستان کې د افغانانو پر اراده د ولاړ حکومت رامنځته کېدو او پر بین‌الافغاني خبرو ټینګار وکړ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي د ویانا ناستې له نوم اخیستو پرته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، هغوی چې نه طرحه لري، نه ولسي ملاتړ لري، نه هم له نړۍوال سیاسته درک لري او بیا هم د بهرني ملاتړ په تمه وي، پر شکست محکوم دي.

هغه لیکلي چې دغه سرګردانه ډله نه پوهېږي چې نور د سیاست بازار کې هيڅ خریدار نه لري.

افغانستان کې د تریاکو تولید

ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو په اړه په خپل کلني راپور کې چې یوه لویه برخه یې افغانستان ته ځانګړې شوې، ویلي چې په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۳ زېږديز کال کې د تریاکو تولید کې ۹۵ سلنه کمی راغلی دي.

دغه راز، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې په مناسبت ويلي چې د ا.ا له واکمنېدو راهيسې په ټول هېواد کې د څه باندې ۱۱۵ زره روږدو درملنه شوې، د نشه‌یي توکو د تولید ۱۳۱۵ فابریکې ویجاړې شوې او څه باندې ۲۱۷ زره هکتاره کوکنار له منځه وړل شوي دي.

د مرستو دوام

اسټرالیا له افغانستان سره ۲،۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version