کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان کې د سکرو کان پر ګارګرو برید – چې له امله یې د څلورو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي وو - غندلی او وایي د افغانانو د جنازو د انتقال لپاره به اړینې اسانتیاووې برابرې کړي.
ناپېژانده وسلهوالو بیګا شپه د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د ډبرو سکرو د یوه کان پر ګارګرو برید کړی و چې له امله یې د څلورو افغانانو په ګډون شل کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان وو.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت بلوچستان ایالت دوکۍ سیمه کې د سکرو کانونو پر کارګرو د ناپېژانده وسلوالو بریدونه چې له امله یې د ۴ افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کارګران شهیدان شوي، په کلکو ټکو غندي.
هغه لیکلي: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي. د الله متعال له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي. همدا راز د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار لازم اقدامات ترسره کړي.»
ده زیاته کړه، بهرنیو چارو وزارت کوېټه کې د افغانستان اسلامي امارت لویې قونسلګرۍ ته دنده سپارلې ده چې افغانستان ته د افغانانو د جنازو د انتقال په اړه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP