غزنيښار (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت وایې چې په دغه ولایت کې د مرکز او ولسواليو په کچه د والیبال ملي فدراسیون له لوري د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
غزني کې د ورزش او بدني روزنې امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، یادې سیالۍ د غزني په دولتي جمنازیم کې څه باندې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ چې روشن شرکت سپانسر کړې وې، د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او له نشهيي توکو د هغوی مخنیوي او غوره اړیکو رامنځته کولو په موخه جوړې شوې وې.
د نوموړي په خبره، د یادو سیالیو پایلوبه کې خواجه لوبډلې خپلې سیالې مولاعلي لوبډلې ته د ۴/۳ میدانونو په توپير ماته ورکړه او د ټورتمینټ بریا یې خپله کړه.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې د رزمي ورزشونو د فدراسیون له لوري د غزني په کوربهتوب د کابل، زابل او هرات د څلورو ولایتونو د هوشارافو سبک د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP