کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه کندهار ولایت کې یوه غونډه کې د اسلامي امارت د حاکميت اصلي مقصد د محمدي غرا شريعت نفاذ ياد کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي نظام د اقامې لوی هدف د شرعي محاکمو او صحيح قضاء له لارې د شريعت تطبيق دی.
اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مشرتابه په کندهار کې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د دينيجامعاتو او تخصصاتو د قضاء او افتاء څانګو د مسئولينو او فاضلانو په يوه غونډه کې وينا وکړه.
مجاهد لیکلي، مشرتابه ديني جامعاتو علماء کرامو او فاضلانوته د وينا په ترڅ کې هغوی خپل درانه مسئوليت ته متوجه کړل، له خپله اړخه یېد ملاتړ ډاډ ورکړ او د اسلامي امارت د حاکميت اصلي مقصد يې د محمدي غرا شريعت نفاذ ياد کړ.
هغه ویلي: «د اسلامي نظام د اقامې لوی هدف د شرعي محاکمو او صحيح قضاء له لارې د شريعت تطبيق دی، نو تاسو بايد کوښښوکړئ چې په افتاء او قضاء کې ښه مهارت تر لاسه کړئ، څو د مسلمانانو ښه خدمت وکړای شئ، تاسو ته به د قضاء دروند مسئوليت درسپارل کېږي، نو په پوره جرئت به شرعي فیصلې کوئ او د چا تر تأثير لاندې به نه راځئ، حتی زما تر تأثير لاندې به هم نه راځئ، په تاسوکې چې چاته د فتوی مسئوليت سپارل کېږي بايد ډېر محتاط واوسي، د افتاء اصولو ته به ډېره پاملرنه کوئ او په فتوی کې د ډېرو علماووسره مشورې کوئ او نظرونه به يې اخلئ، کوښښ به کوئ چې د فتوی اصلي مرجع مو د متقدمينو علماوو کتابونه وي او د معاصروعلماوو فتاواوې مو د ممدې مرجع او فرعي مأخذ په توګه وي.»
مشرتابه علماوو ته ویلي چې په درسي حلقاتو کې د امامت کبرا مهمې مسئلې ته پاملرنه وکړي، څو طالبان او عام مسلمانان د شرعي امامت د مهم مسئوليت او لوی اسلامي ارزښت څخه خبر شي.
د ده په خبره، د شرعي امام او اسلامي نظام وجود له پېړيو څخه له مسلمانانو ورک وو، اوس چې اسلامي نظام الله تعالی قائم کړی دی بايد خاص او عام مسلمانان ورباندې خبر شي.