ژبه

د پاکستان لاهور کې د ډزو پېښه؛ یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان په لاهور کې یوه کس پر خلکو ډزې کړې چې له امله یې یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان وژل شوي، دوه نور ماشومان ټپیان دي او وروسته بریدګر هم ځان وژلی دی.

د پاکستان اج نیوز نن په یوه راپور کې ویلي چې د لاهور ښار د مزنګ سیمه کې د ‌‌ډزو یوه پېښه کې یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

راپور کې راغلي، ډزې کوونکی شاهد نومېده او له ډزو وروسته یې ځان وژلی دی.

سرچینې لیکلي چې د یادې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.