کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۵): د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې ۲۰۲۵ د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال ثبت شوی او په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.
نن (یکشنبه، د مې درېیمه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو او یونسکو له خوا د رسنیو د ازادۍ د نمانځنې، د خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا د یادونې په موخه، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر بنسټ نومول شوې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان نن یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور پر بنسټ ویلي چې ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال و او په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، اسرائیل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول بلل شوی او د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو خطرناک ځای ګڼل شوی دی.
سرچینه لیکي: «له خونړیو جګړو نیولې د رسنیو تر چوپتیاوو پورې، کله چې خبریالان په نښه کېږي، باوري معلوماتو ته لاسرسی هم قرباني کېږي.»