ژبه

ننګرهار کې د کونړ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د ځمکې نومرې ووېشل شوې

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې پر زر جریب ځمکه نوي جوړ شوي ښارګوټي کې د کونړ زلزله‌ځپلو کورنیو ته نومرې ووېشل شوې.

یاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کونړ ولایت هغو کورنیو ته چې په وروستۍ زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي وو، د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړوند په ګمبیري سیمې پر زر جریب ځمکه نوي جوړ شوي ښارګوټي کې استوګنیزې نومرې ووېشل شوې.

سرچینه زیاتوي، یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی چې پکې د استوګنې نومرو ترڅنګ سړکونه او بنسټیزې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

سرچینه کاږي، دغه‌راز په دغه ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جومات، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره هم ځمکه ځانګړې شوې څو اوسېدونکو ته د یوه منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، څو د مرستې له اخیستونکو د مرستې‌کوونکو کچې ته ورسېږي.

د یادونې ده، د تېر ۱۴۰۴ کال د لړم په ۲۲مه د ننګرهار ولایت مقام ولایت ویلي وو چې د اسلامي امارت د مشر د حکم له مخې، د دغه ولایت په ګمبېري دښته کې د کونړ ۲۵۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د استوګنې نومرو برابرولو لپاره ۱۰۰۰ جریب ځمکه ځانګړې شوه.